
بلخ کې يوه افغان پوځي شپږو بهرنيو پوځيانو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د بلخ په ۲۰۹ شاهين قول اردو کې يوه افغان پوځي د خپل ټوپک شپيلۍ پر بهرنيو پوځيانو ور اړولې او شپږو بهرنيو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د شاهين قول اردو سرچينو تاييد کړې، چې نن ماسپښين شاوخوا څلور بجې د افغان کمانډو ځواکونو يوه سرتيري پر بهرنيو پوځيانو ډزې وکړې. په دغو ډزو کې څلور بهرنیان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د شاهين قول اردو وياند عبدالقهار ارام هم د پېښې پخلی کړی دی.
د لومړنيو رپوټونو له مخې پر بهرنيو ځواکونو بريد کوونکي افغان پوځي مسعود نوميږي او د پکتيا ولایت اوسېدونکی دی.
افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت او د افغانستان دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.