د منځني ختيځ نوی ديپلوماتيک بحران او پر سيمه يې اغېزې

مقدمه
د ستراتيژيکو او سيمه ييزو مطالعاتو مرکز

منځنی ختيځ د تاريخ په اوږدو کې د بحرانونو ټاټوبی پاتې شوی. له تېرو څو کلونو راهيسې، کله چې په دې سيمه کې د عربي پسرلي تر نوم لاندې د مستبدو حکومتونو پرضد د پاڅونونو څپې راپورته شوې، دغلته يو انساني ناورين پيل شوی چې تر ټولو زيات پکې سوريه وځپل شوه.

تازه په دې سيمه کې يوه ديپلوماتيکه زلزله وشوه او له قطر هېواد سره د سيمې څو هېوادونو په ناڅاپي توګه خپلې ټولې سياسي، اقتصادي او سوداګريزې اړيکې وشلولې او له دغه هېواد سره يې تګ‌راتګ بند کړ. د دغو هېوادونو په سر کې سعودي عربستان او عربي متحده امارات دي، چې سياسي او اقتصادي پرېکون يې پر قطر اغېزې هم ښندلی شي. که څه هم له قطر سره د دغه چلند لامل له ايران او ځينو توندلارو ډلو سره د دغه هېواد اړيکې بلل شوې دي؛ خو د پردې تر شا نور لاملونه شته دي چې سعودي او امارات يې پارولي دي. دا لاملونه کوم دي؟ او دغه بحران به په لنډ او اوږدمهال کې د سيمې پر وضعيت څه اغېزې وکړي؟ په اړه يې د تحليل په لومړۍ برخه کې د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز د اوونيز تحليل د څانګې شننه لولئ.
د تحلیل په دويمه برخه کې د شانګهای همکاريو سازمان د وروستي کنفرانس په اړه لولئ. د شانګهای سازمان ۱۷مه غونډه چې د ولسمشر غني په مشرۍ افغان پلاوي هم ګډون پکې وکړ، د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې جوړه شوې وه. دا چې په دې غونډه کې څه تېر شول او د افغانستان لپاره يې لاسته راوړنې څه وې؟ هغه پوښتنې دي چې د تحليل په دويمه برخه کې ځواب شوې دي.

د روانې میلادي میاشتې جون (۲۰۱۷) په پيل کې په خلیج کې یو داسې بې‌ساري ديپلوماتیک بحران رامنځته شو، چې تر دې وړاندې یې اټکل نه شو کېدای. دغه ديپلوماتیک بحران هغه مهال رامنځته شو، چې کله سعودي عربستان، بحرين، مصر او عربي متحده اماراتو په لسو دقیقو کې دننه یو پر بل پسې له قطر سره ديپلوماتیکې اړیکې پرې کړې. دغو هېوادونو له قطر څخه خپل سفیران راوبلل او د قطر سفیرانو او قطري وګړو ته یې هم له خپلو هېوادونو څخه د وتلو اعلان وکړ. د سياسي اړيکو د پرېکون ترڅنګ، دغو هېوادونو له قطر سره خپلې پولې هم وتړلې او اقتصادي راکړه‌‌ورکړه او هوايي او سمندري تګ‌راتګ يې هم بند کړ.

له قطر سره د سياسي اړيکو دا بحران اوس یوازې تر خلیج پورې محدود نه دی، بلکې د منځني ختیځ په کچه غځېدلی. په بل عبارت، دا موضوع اوس نړیواله شوې او همدا لامل دی، چې د نړۍ بېلابېل او ډېری هېوادونه د خبرو اترو له لارې د دغه بحران هوارولو په تړاو څرګندونې کوي. دغه راز د دغه بحران د حلولو په تړاو له کویټ او ترکیې څخه نیولې تر ملګرو ملتونو پورې د قطر او سعودي ترمنځ د منځګړتوب غوښتونکي دي.

دا چې په خلیج او منځني ختیځ کې دا بحران ولې رامنځته شو، اوسمهال په کوم حالت کې دی، احتمالي پایلې او اغېزې به یې څه وي؟ دلته پرې شننه کوو.

منځنی ختیځ؛ په نړیوال سیاست کې
د اسلام له راتګ راهیسې، منځنی ختیځ نه يوازې دا چې پېښې جوړوونکې سیمه ده، بلکې اغېزې یې هم پر اسلامي نړۍ تر ټولو زیاتې وي. د منځني ختیځ وروستیو سلو کلونو تاریخ ته په کتلو سره ویلای شو، چې دا په نړیواله کچه هم یوه پېچلې سیمه ده او ډېری مهال له اسلامي نړۍ او سیمه‌ییزو هېوادونو پرته یو شمېر نړیوال زبرځواکونه هم په دې سیمه کې ښکېل شوي دي.

اوسمهال په نړیوال سیاست کې د لاندې عواملو له کبله د منځني ختیځ ارزښت زیات شوی دی:

د عرب-اسراییل قضیه؛

د سوریې بحران؛

د سوریې کډوال؛

په منځني ختیځ کې د اسلامي دولت ډلې ظهور؛

په اروپايي هېوادونو او امریکا کې له اسلامي دولت ډلې سره د تړل شويو کسانو بریدونه؛

د منځني ختیځ د انرژۍ وسایل او د بېلابېلو هېوادونو د انرژۍ د امنیت موضوع؛

سیاسي اسلام او اسلامپالي؛

د ایران اتومي پروګرام او له ۵+۱ هېوادونو سره يې د اتومي پروګرام پر سر هوکړه؛

له دغې سيمې څخه د نړۍ د ډېری سوداګرۍ تېرېدل؛

او یو شمېر نور عوامل دي، چې د دې سيمې د ارزښت زياتېدو ترڅنګ يې د نړيوالو پام ځان ته اړولی دی.

په منځني ختیځ کې پېچلي رقابتونه

په منځني ختیځ کې د نړیوالو، سیمه‌ییزو او په خپله د ځايي هېوادونو ګټې له یو بل سره تل په ټکر کې وي؛ له همدې کبله منځنی ختیځ یوه پېچلې سیمه ګڼل کېږي.

په عمومي ډول له تېرو څو لسیزو راهیسې، په منځني ختیځ کې نه یوازې دا چې د نړیوالو زبرځواکونو رقابت روان دی، بلکې په خپله د سیمه‌ییزو او ځايي هېوادونو ترمنځ هم رقابتونه په اوج کې دي. په منځني ختیځ کې دا رقابتونه یوازې تر سُني-شیعه قضيې پورې محدود نه دي، بلکې په خپله د منځني ختیځ په سُنیانو کې هم دا رقابتونه لیدل کېږي. د بېلګې په توګه د ایران او سعودي ترمنځ سړه جګړه او رقابت، د ترکیې او سعودي ترمنځ رقابت، د ترکیې او مصر ترمنځ رقابت او د قطر او سعودي ترمنځ رقابت.

په منځني ختیځ کې د دغو رقابتونو تر شا په سیمه کې د دغو هېوادونو سیمه‌ییزې ګټې، په سیمه کې ستراتېژيک نفوذ، د مشرۍ پر سر سیالي او مذهبي اختلافات رول لري.

د خلیج بحران ولې رامنځته شو؟

که څه هم، له قطر سره د یو شمېر خلیجي هېوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو پرې‌والی کومه نوې خبره نه ده، بلکې له دې وړاندې هم په ۲۰۰۲ کال کې سعودي له قطر څخه خپل سفیر د الجزیرې ټلويزيوني شبکې د نشراتو له کبله رابللی و. په ۲۰۰۸ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ بیا ديپلوماتیکي اړیکې خړې پړې شوې؛ خو په ۲۰۱۴ کال کې بیا سعودي، بحرین او عربي اماراتو له قطر سره ديپلوماتیکي اړیکې پرې کړې. دا چې د منځني ختیځ اوسني بحران ته څرنګه لاره هواره شوه، دوه ډوله عمده لاملونه لري: لومړی یې سطحي او څرګند عوامل دي؛ دویم یې بیا د پردې تر شا عوامل دي.

سطحي او څرګند عوامل: په سطحي توګه دغه بحران د ۲۰۱۷ کال له اپرېل میاشتې څخه هغه مهال پيل شو، چې کله د قطر حکومت په عراق کې له یو شمېر شیعه او سُني وسله‌والو ډلو سره یوې معاملې ته ورسېد. د دغې معاملې له مخې، دغو وسله‌والو ډلو ۲۶ تنه قطريان له ۱۶ میاشتو بند وروسته خوشې کړل، چې د قطر د شاهي کورنۍ غړي هم پکې شامل وو او په بدل کې یې د فاینینشل ټایمز مجلې له مخې تقریباً ۷۰۰ میلیون ډالره ایران‌پلوه شیعه ډلو ترلاسه کړي دي. شاید دغه وضعیت به سعودي پارولی وي؛ ځکه د قطر له‌خوا له ایران‌پلوه شیعه ډلو سره په ډېره لوړه کچه پیسې تبادله شوې؛ خو د عراق د ولسمشر په وینا دا پیسې له ډلو سره نه دي، بلکې اوس هم د عراق په مرکزي بانک کې پرتې دي.

په دویم قدم کې په سعودي کې د ریاض کنفرانس و، چې درې برخې یې درلودې: «د خلیج همکارۍ سازمان او امریکا»؛ «عربي نړۍ او امریکا»؛ او «اسلامي نړۍ، عربي نړۍ او امریکا». په دغه کنفرانس کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم برخه اخیستې وه. ویل کېږي، سعودي عربستان د ټرمپ له ملاتړ وروسته د قطر پرضد د اقدام پرېکړه کړې وه. همدا لامل دی، چې وروسته ټرمپ هم په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل: «منځني ختیځ ته زما په وروستي سفر کې ما وویل، چې له دې وروسته به راډیکال ایډيالوژي فنډ کېږي نه. رهبرانو قطر ته ګوته ونیوله-وګوره!».

له همدې امله له قطر سره له ديپلوماتیک پرېکون وروسته، سعودي د هغو کسانو او ادارو لیست خپور کړ، چې د قطر هېواد مرستې ورسره کوي. په دغو کسانو کې د اوسنۍ اسلامي نړۍ مجتهد او پياوړی منځلاری عالم یوسف قرضاوي هم شامل و.

په درېیم قدم کې دغه بحران د هیکینک له کبله رامنځته شو. په لومړي سر کې د قطر خبري اژانس د نامعلومو خلکو له‌خوا هیک شو او د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ناویل شوې خبرې پکې نشر شوې. د قطري امیر له خولې يې په دغه وېبپاڼه کې ولیکل: «ایران یو سیمه‌ییز او اسلامي ځواک دی، چې له نظره نه شي غورځېدلی او دا غیرحکیمانه ده، چې پرضد یې څوک ودرېږي. دا د سیمې په ثبات کې یو مهم او لوی ځواک دی.»

د پردې تر شا عوامل: د پردې تر شا عواملو کې بيا د الجزیرې خبري شبکه، له اسلامپالو ډلو او په تېره بیا له اخوان المسلمون او حماس څخه د قطري حکومت ملاتړ، د قطر خپلواک بهرنی سیاست او په منځني ختیځ او سیمه کې فعال رول لوبول دي. لاندې د څو بېلګو يادونه کوو چې سعودي يې پارولی دی:

په عربي پسرلي کې د الجزیرې خبري سرویس له‌خوا د ولسي پاڅونونو پراخ ملاتړ؛

په مصر کې د سیسي د کودتا په غبرګون خپرونې؛

د الجزیرې له‌خوا له اسرائیل‌پلوه ادارو سره د عربي اماراتو د سفیر هیک شوي ایمیلونه خپرول؛

په قطر کې اخواني مشرانو ته پناه ورکول او له شيخ يوسف قرضاوي څخه پراخ ملاتړ؛

حماس یوه مقاومتي ډله ګڼل؛

له ایران سره د نورو عربي هېوادونو په پرتله ښې اړیکې لرل؛

او د منځني ختیځ په ځینو قضایاو کې د منځګړتوب رول لوبونه او داسې نور.

پر قطر او سیمه یې اغېزې

نوي اېتلافونه؛ که څه هم د منځني ختیځ اوسنی ديپلوماتیک بحران به په سیمه کې ډېر ژور او نوي اېتلافونه رامنځته نه کړای شي؛ خو که چېرې دغه بحران دوام ومومي نو بیا يې احتمال زیات دی. بیا هم اوسني کړکېچ ترکیه او ایران، قطر ته نږدې کړي. په ټوله کې په منځني ختیځ کې بحرانونه تر ټولو زیات د روسیې او ایران په ګټه دي. همدا لامل دی، چې اوس ایران هم له دغه فرصت څخه ګټه پورته کوي او د قطر د اقتصادي محاصرې پرمهال د غذايي توکو د لېږدولو له کبله د نرم ځواک د ګټلو هڅه کوي. که څه هم د ترکیې او سعودي اړیکې د ملک سلمان له واک ته رسېدو سره ښې شوې؛ خو په اوسني بحران کې د ترکیې پاملرنه او همدردي له قطر سره ده. ځکه نو د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان هم څو ځله د قطر محاصره کول د روژې په میاشت کې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وبلل.

د انرژۍ امنیت؛ قطر په نړۍ کې د “اېل پي جي” ګاز تولېدوونکو په سر کې ځای لري. که څه هم ډېری په دې اند دي، چې اوسنی بحران به د تېلو او ګازو په نرخونو ډېره اغېزه ونه ښندي؛ خو بیا هم که دغه بحران په خلیج کې ډېر وخت ونیسي، نو بیا به یې د تېلو او ګازو پر نړیوالو نرخونو هم اغېزه زیاته شي. دغه راز به له قطر څخه په صادرېدونکو ګازو هم اغېز ولري او هم به پر هغو هېوادونو چې له قطر څخه ګاز واردوي.

په قطر یې اقتصادي اغېزې؛ د قطر پرضد راپورته شوی خوځښت یوازې تر ديپلوماتیک پرېکون پورې محدود نه دی، بلکې اقتصادي پرېکون یې هم مهمه برخه ده. قطر چې خپل ډېری خوراکي توکي له دغو عربي هېوادونو په تېره بیا له سعودي څخه واردول، اوس پرې بندیز لګېدلی. که څه هم تراوسه د ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو د مرستو له کبله دغه وضعیت ډېر پېچلې او کړکېچن شوی نه دی؛ خو که چېرې دغه بحران اوږد شي نو پر قطر به یې اغېزې زیاتې شي. د دې ترڅنګ د سعودي، مصر او اماراتو الوتکو هم قطر ته او له قطر څخه پروازونه منع کړي دي. دغه وضعیت به د قطر پر الوتکو او هوايي شرکت هم زياتې اغېزې ولري؛ ځکه دغه الوتکې به افریقا، اروپا او امریکا ته خپل پروازونه له نورو لارو کوي، چې دا به بیا لګښتونه زیات کړي او د قطر الوتکو ته به دروند زيان واړوي.

انساني بحران؛ له څو عربي هېوادونو څخه له درېیو ورځو نیولې تر ۱۴ ورځو پورې د قطري وګړو شړل او سعودي ته پر راتګ يې بنديز، ان عمرې ته هم نه پرېښودل تر ډېره یو انساني بحران هم رامنځته کړی او ترڅنګ به يې مکې معظمې ته له تګ څخه د قطريانو منع کول هم د خلکو غوسه وپاروي.

اسلامپال او ورسره تړلې ډلې؛ په سیمه او په تېره بیا منځني ختیځ کې د سیاسي اسلام پلویان او یا اسلامپال به هم له دغه وضعیت څخه هغه مهال اغېزمن شي، چې قطر د سعودي په مشرۍ له ځینو عربي هېوادونو سره د دوی په سر کومه معامله وکړي. خو د قطر د بهرنیو چارو وزارت او حکومتي چارواکو اوسنیو څرګندونو ته په کتلو سره د دې احتمال زیات دی، چې قطر به داسې کومې معاملې ته تن ورنه‌کړي.



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.