افغانستان

طالبانو پر امریکایانو د افغان کمانډو عسکر ډزې ستایلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه افغان کمانډو ډزې ستایلې چې پر امریکايي عسکرو یې کړي دي.

نوموړي ویلي چې د معسود په نامه د افغان کمانډو عسکر په ډزو کې څلور امریکایان مړه او څلور نور ټپیان شول. خو دا یې نه ده واضحه کړې چې ایا دغه عسکر ددوی نفوذي وو او که یې په خپل سر دا کار کړی دی.

د شاهین قول اردو سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دغه پېښه کې څلور امریکايي عسکر ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

ذبیح الله مجاهد ویلي چې مسعود د پکتیا ولایت وو او په پېښه کې د بهرنیو ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

بل خوا د امریکايي ځواکونو یوې پوځي سرچینې رویټرز خبرې اژانس ته د پيښې پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې په پېښه کې کوم امریکايي عسکر وژل شوی نه دی بلکې ټول اوه تنه عسکر ټپيان شوي دي.

دغه سرچینې دا نه ده جوته کړې چې د ټپي شویو عسکرو روغتیايي حالت څرنګه دی.

باید وویل شي چې څو وړاندي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې هم یوه نفوذي عسکر «عبیدالله کنړي» پر امریکايي عسکرو ډزې وکړې چې د امریکایانو په اعتراف په کښي ۳ عسکر ووژل شول او یو تن بل ټپي شو.

د طالبانو ویاند هغه مهال د برید مسؤولیت په غاړه اخیستی وو او ویلي وه چې افغان کمانډو عسکر ددوی نفوذي وو.

مجاهد ویلي: «زموږ مسلمان ملت به د دا ډول فداکارو او قهرمانو عسکرو نومونه د خپل هیواد دغازیانو په تاریخ کې په زرینو کرښو لیکو او د دغو غازیانو په شهکار باندې به د تل لپاره افتخارکوي. دغه برید په داسې مهال کيږي چې امریکايي اشغالګر ځواکونه لاهم غواړي افغانستان ته خپل اضافه عسکر را ولیږي او ددې ويښ او با احساسه ملت هوډ او اراده نوره هم و آزمايي.»

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

الله عزوجل دی د مسعود شهید شهادت قبول کړی – دده نوم به په تاریخ کې حطما په زرین خط لیکل کېږی او دا اتل ؤ او اتل دی – تغمده الله تعالی بغفرانه و اعلی الله درجاته واسکنه بحبوحة جنانه – وکثر الله العزیز امثاله – آمین یارب العلمین

احمد صباح

الله اکبر الله اکبر باغیرت اوباشهامته شهادت دی دالله په دبا رکشی قبول شه اوالله ج.. دی دشهادت درجات عالی وه گرزوه صلیبیان که سل‌زره راوه لیژی انشاالله برخ لیک بئ دروسانو شرمیدلیو په سیروی اونو به داشرف اوعبد اودی کمونیستو جندرالانو سترگی لکه دوزو په شان بادار ستر دجال مری مری نیولی وی دصلیب یانو سره معاهدی امضاکوی وه دریژی نوکرانو دی ستردجال لابه نور هم په‌داسی‌ گرفتاریو گرفتاریژی هغه دسپی زامن ملی مزدورا ن مو وگوره چی مظلو اوبیچاره ریلی وانئ په شهادت وه رسوی چی بیچاره په سه بدبختی خپل اولادته نفقه پیدا کوله خو تاسو خودغسی… نور لوستل »

احمد صباح

الله اکبر الله کبر باتور باتور اوشجاع زوانه شهادت دی مبارک شه ده دی صلیبی اود ی دجالی اونکری لشکرو مقابل کشی استقامت دی مبارک شه الله تعالی دی درجات دی شهادت رفیع وه گرزه ای غیور زوانه … دغه دجالی لشکری که سل زره هم راشی ده روسانو په شان به شرمیدلی او شکست به خوری انشاالله چی دغسی شرمیدلی به وزی نودغه نوکران دی دجال دی په دی پوه شی چی ده دوی برخ لیک به هم دی کمونیستانو په شان وی لکه چی روسانو ی چی خپل نوکران ئ سوک پر بالشتو وه وه ژل سوکی په… نور لوستل »

سیف

الله دی شهادت قبول کی کورنی ته دی الله صبرجمیل اواجرعظیم ورکی انشاالله داسی افغانان به نورهم داشغالگرو فه ضد رافاسیژی او مردار وی به یی داسلامی نظام دقیام فه هیله

احمد

مسعود غازی ته په رښتیا مسعود وی غزا او شهادت دی مبارک شه کورنی یی په ځای ددی چی اوښکی پسی تویی کړی زه وایم دفخر خوشالی دی په وکړی هر څوک هم داسی بچی میړنی نشی زیږولی په اخر کی وایم شهید شاه زلمیه تا دا خپله بی وفا دنیا داخرت په بدل کی خرڅ کړ لوی رب دی دجنت په باغچو او حورو دجنت ونازوه آمین یارب العالمین

احمد

دامارت اسلامی محترمو مشرانو نه می هم دا هیله ده چی اردو پولیس او ټولو امنیتی ارګانونو کی همدارنګه کسان ورته وروزی چی دا کامیابه طریقه ښکلی حمله او د کفارو لپاره زړه بوږنونکی حملی دی او ددی کفارو زړونه لړزوی بل ځای کی داسی زړه نه په تسیږی په دی اغیارو او دا کورنی وطن پلورونکی هم په همدی لیست کی ورشامل کړی درناوی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close