نړۍ

د قطر سره په شخړه کې سعودي د پاکستان څخه واضح موقف غوښتی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۷مه ۱۳۹۶ل): د نیوزویک مجلې د قطر شخړې په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د سعودي باچا ملک سلمان د نواز شریف څخه د واضح موقف غوښتنه کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف څو ورځي وړاندي د قطر شخړې د هوارۍ په موخه سعودي ته سفر وکړ او د ملک سلمان سره یې ولیدل ، خو ویل کیږي ددې پر ځای چې ملک سلمان د نوموړي منځګړیتوب ومني، پوښتنه یې ځیني کړې چې پاکستان دي په دغه شخړه کې خپل موقف څرګند کړي.

نواز شریف تېره اونۍ د دوشنبې په ورځ په جده کې د ملک سلمان سره ملاقات وکړ خو هلته د ورځپاڼې په وینا د ملک سلمان له لوري ګواښل شوی، د سعودي او قطر تر منځ د اړیکو په اړه اختیار ورکړل شوی چې یو باید غوره کړي.

د یوې دیپلوماتیکي سرچینې په حواله نیوزویک لیکلي، سلمان ورته وویل: « ته زمونږ سره یې او که زمونږ پر ضد یې؟».

پاکستان د خلیجي هیوادونو په شخړه کې ځان بې پری بولي او په وینا یې غواړي چې ددغه هیوادونو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي خو دا چې د شخړي اړخونه د پاکستان په منځګړیتوب راضي کیږي او کنه، تر اوسه نه ده معلومه.

د یادونې وړ ده چې د یمن په شخړه کې هم د سعودي او امارات سره د پاکستان اړیکې زیانمې شوې وې ځکه چې پاکستان د یمن پر ضد جګړه کې د سعودي په ایتلاف کې ګډون نه وو کړی او د سعودي د غوښتنې سربېره یې یمن ته خپل عسکر ونه لیږل.

بلخوا د نیوزویک مجلې په وینا امریکا د پاکستان څخه غوښتې چې پر قطر خپل د نفوذ څخه کار واخلي او د سعودي سره د شخړي په حل کې مرسته وکړي.

باید وویل چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي د ایران سره د اړیکو او تروریزم سره د ملاتړ په تور پر قطر هر اړخیز بندیزونه لګولي دي او ویل کیږي چي د سعودي حکومت له هغه راهیسي پر هغو دولتونو فشار اچوي چې دوی ورسره سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې لري تر څو هغوی هم د قطر سره اړیکې پرې کړي چې له امله یې ځینو هیوادونه لکه اردن، موریتانیا، جیبوتي، مالدیف او ځینو افریقايي هیوادونو اړیکې پرې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x