مصر او سعودي د پخواني ولسمشر څخه پر قطر د بندیزونو ملاتړ غوښتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نوموړي سره په کابل کې د مصر سفیر او د سعودي قایمقام سفیر سره وکتل او پر قطر باندي د یادو هیوادونو له لوري د بندیزونو په اړه یې معلومات ورکړل.

د خبرپاڼې سره سم دواړو سفیرانو د حامد کرزي څخه د قطر پر ضد د څلور هیوادونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده. چې په جواب کې یې پخواني ولسمشر خپل د ملاتړ ډاډ ورکړ او ورته وې ویل، د هغو هیوادونو ملاتړ کوي چې د تروریزم پر ضد متحده شوي دي او زیاته کړې ده چې د اسلامي هیوادونو په منځ کې د اتحاد او اتفاق غوښتونکی دی او په دغه چاره کې به خپل هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي د سعودي قایمقام سفیر د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي وه او نوموړي ته یې د قطر پر ضد د بندیزونو په اړه معلومات ورکړه چې رباني هم ورته د ملاتړ ډاډ ورکړی وو.

سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي د اخوان المسملین او حماس ډلې د ملاتړ تور پوري کوي او همداسي د یادو هیوادونو په داخلي چارو کي يې په مداخلې تورن کړی چې قطر یې په کلکه ردوي او د ثبوت غوښتنه کوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.