د سعودي سمندري ځواکونه پر ایراني کښتیو ډزې کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): تېره ورځ ایران اعلان وکړ چې ددغه هیواد د ښکاریانو دوه کښتۍ د سعودي سمندري ځواکونو له لوري تر ډزو لاندي راغلي، چې له امله یې په یوه کښتۍ کې یو ښکاري وژل شوی او بله کښتې لادرکه ده.

د ایران د سرحدي چارو ریاست مشر مجید اقابابايي رسنیو ته ویلي چې د سعودی ځواکونو پر ایراني ښکاریانو باندي ډزي کړي دي چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

نوموړي ویلي چې د ښکاریانو دوه کښتۍ د هوا د شدت له وجې له خپلې لارې اوښتې خو مخکې له دې چې سعودي ځواکونه د کښتیو د موقعیت تثبیت کړي، ډزي یې باندي کړې.

او زیاته کړې مونږ په دې اړه تحقیقات کوو، د سعودي ځواکونه حتی هغه وخت هم د ډزو اجازه نه لري چې کښتۍ ددوی سمندر ته ننوتلي وي.

پېښه وړمه ورځ د جمعې په ماښام را منځته شوې او ویل کیږي چې اوس هم د یوې کښتۍ او ښکاریانو یې درک نه دی لګېدلی.

باید وویل شي دغه پېښه په داسي مهال را منځته کیږي چې په دې وروستیو کې خلیجي هیوادونه له یوه اړخه په خپل منځ کې د اختلافونو له امله د جګړې تر حده رسیدلي او بل اړخ ته د ایران او سعودي تر منځ په یمن کې عملا نیابتي جګړه روانه ده چې د کتونکو په نظر هر وخت ددې ډار شته چې په مخامخ جګړه بدله شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.