د تونس ولس: اې حکامو، اسرائیل درڅخه په امن او د قطر مو محاصره کړی / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د عربي هیواد تونس په پلازمینه کې د فټبال د یوې لوبې پر مهال خلکو یو شعار پورته کړې چې باندي لیکلي: « بد مو راغلاست اې واکمنو! قطر مو محاصره کړی او اسرائیل په امن دی».

یاد شعار په ټولنیزو پاڼو کې ډېر شهرت موندلی ځکه چې د کتونکو په نظر د عربي او اسلامي نړۍ اصل قضیې (فلسطین) ته په کښي اشاره شوې کومه چې د عربو تر منځ د خپل منځیو شخړو له امله شاته غورځول شوې او هېره شوې ده.

تونس یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ولس یې د پخواني ديکتاتور ولسمشر پر ضد پاڅون وکړ او بیا یې د انتخاباتو له لاري نوی حکومت جوړ کړ.

باید وویل شي چې په عربي نړۍ کې د ولسي پاڅونونو پر ضد متحده عرب امارات او سعودي نوي پاڅونونه را وپارول چې له امله یې لیبیا، مصر، یمن او سوریه تر اوسه د جګړې په ډګر بدل شوي دي، خو په تونس کې بریالي نه شول.

سعودي، امارات، بحرین او مصر اوسنی حکومت پر الجزیره تلویزون تور پوري کوي چې ولسونه یې دې ته وهڅول چې د خپلو واکمنانو پر ضد پاڅون وکړي او دا هم د قطر له لوري د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله بولي.

ویل کیږي چې د قطر څخه د بندیزونو پورته کولو لپاره د سعودي یو شرط د الجزیره تلویزون بندول هم دي، او همداسي د اخوان المسلمین، حماس او نورو اسلام پاله ډلو د ملاتړ څخه ډډه کول دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.