افغانستان

طالبانو د خپل پخواني وزیروژنه په کلکه وغندله

نن ټکی آسیا: د طالبانو رهبري شورا نن د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې د خپل لوړ-پوړي غړي او پخواني وزیر وژنه غندلې او دا یې یوه ناځوانمردانه او تروریستي کړنه بللې.

د طالبابو رهبري شورا د نوموړي د وژني په تړاو رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې د نوموړي کورنۍ ، ملګرو او خپلو ټولو مجاهدینو ته تسلیت ویلی او ډاډ يې ورکړی، چې د دوی په وینا «د دښمن داسې بزدلانه کړنې » به د دوی پر مبارزه او اشغال ضد فعالیتونو هېڅ اغېزه ونه ښندي.

په پیغام کې راغلي چې د دوی ټول ټيټ پوړي او لوړپوړي مجاهدین له داسې بریدونو او خطرونو سره اشنا دي او  د حق په لاره کې يې پر ځان منلي دي.
پیغام زیاتوي : « دښمن نشي کولای په دغه راز ناځوانمردانه عمل او د مجاهدینو په شهادت رسولو سره دجهاد روان بهیر ټکنی او خپلې شومې موخې تر لاسه کړي، بلکې برعکس دغه ډول پېښې د جهادي صف د پياوړتيا، په صف کې د وحدت، جهادي اهدافوته د ژمنتيا او د مجاهدینو د لا استقامت  سبب ګرځي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x