لندن: د تعمیر سوځېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۵۸ ته پورته شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د برتانیې په پلازمینه لندن کې د اور لګېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۵۸ تنو ته پورته شوی دی.

تېره ورځ د پولیسو مشر سټیورټ کنډي رسنیو ته وویل چې د ګرینفل ټاور د سوځېدو په پېښه کې زمونږ د وروستیو څېړنو پر اساس ۵۸ تنه لادرکه دي چې مونږ یې په مړو کې شمار بولو.

نوموړي ویلي چې تر اوسه دوی ته د ۳۰ کسانو وژنه تایید شوې چې په هغو کې د ۱۶ جسدونه هم موندل شوي، او نور پاته په ورکو کې شمار دي چې غالبا به وژل شوي وي.

نوموړي ویلي چې تمه لري دغه شمېره به نوره نه پورته کیږي، خو بیا هم امکان شته چې زیات شي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ دچارشنبې په شپه په لندن کې د ګرینفل ټاور په نامه په یوه ۲۴ پوړیز تعمیر کې اور ولګېد، چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

ویل کیږي چې په تعمیر کې اکثره د سوریې او عربي هیوادونو مهاجر په ګډون اقلا یوه کورنۍ افغانان هم وه، چې د سړي درک یې نه دی لګېدلی او مېرمن یې د لور په شمول په ټپي حالت روغتون ته رسیدلی.

د لندن پولیس وايي چې تر اوسه دوی د پيښې د څرنګوالي په اړه څه نه شي ویلای، خو دوی له هرې زاویې ددې پيښې تحقیقات پيل کړی دی او څیړنې به وروسته د ولس سره شریکي شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.