روژه په اسلام او ساینس کي (۲۶)

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر
روژه او شکره (Diabetes)
کله چې انسان له زیات خوراکه کنترول شي، نو د انسان معده او یېنه (ځیګر) خپل عادي حالت ته راګرځي او شکره کنترولیږي، اوس ټول روغتیاپالان په دې باندې متفق دي چې کله د هضمې نظام(Digestive System) او د یېنې په وظیفو (Liver Function) کې توازن له مینځه ولاړ شي، نو شکره ضرور صورت نیسي چې له دې څخه وروسته د انسولینو په تولید کې خرابوالی او بې نظمي مینځته راځي او شکره ځان ښکاره کوي؛ دا یو منلی حقیقت دی که چېری د معدې او یېنې (ځیګر) نظام درست کړل شي، نو د شکرې امکان نشته.

د شکرې پر۷۰ ناروغانو باندې په لاندینیو نړیوالو پوهنتونو او طبی مرکزونو کې تجربې شوي دي او دا یې جوته او ثابته کړې ده چې روژه پر شکرې باندې ژورې اغیزې لري او ختمولی یې شي.

1: Naseer Institute Qahera (قاهره)

2: King Khalid University Hospital ( ریاض)

3: King Fahad National Hospital (ریاض)

4: Ami. Hospital(کویټ)

5: Jazera Hospital(ابوظهبۍ)

6: Jinah Post Gratuate Medical Center(کراچې)

7: Akram Medical Complex (لاهور)

روژه او چاغوالی (Fasting and Obesity)

الله جل جلاله موږ ته ډېر نعمتونه راکړي دي، چې دا هر څه يې د انسانانو لپاره پیدا کړی دي او انسانان ور څخه استفاده کوي، هغه غذا چې انسان يې خوري او ګټه ورنه اخلي، مهم مرکبات يې په لاندې ډول دي:

۱: شحمیات (Fats)

۲: پروتینونه (Proteins)

۳: نشایسته (Carbohydrates)

کله چې خوراک معدې ته ورسیږي، نو په معده کې هضم راوستونکی انزایم (Digestive Enzymes) ورسره علاوه کېږی او د دې خوراکی توکو په هضمېدو کې پوره ونډه اخلي؛ چې له هضمېدو نه وروسته وینې ته جذبیږي، کله چې د میتابولیزم مرحله صورت نیسي، نو انرژي په لاس راځي او ټول بدن په فعالیت او کار کولو پیل کوي او دا خبره هم باید په یاد وساتو، چې د ژوند په هره شیبه کې د انسان په بدن کې حجرې هم جوړېږي او هم تخریب صورت نیسي، چې دا ساده خوراک (غوړ، پروتین او نشایسته) د دوهم ځل لپاره په بدن کې تشکلیږي، یعنې له

(Fatty Acid)څخه شحمیات، د ګلوکوز (Glucose) څخه نشایسته او د امینواسیدو څخه پروتینونه تشکلیږي، چې ګلایکوجن بیا په یېنه او عضلاتی نسجو (Liver and Muscular Tissues) کې ځای نیسي؛ او شحمیات بیا په یېنه او د وازګې په نسجونو (Liver and Adipose Tissues) کې ځای نیسي، چې دغه شحمیات د انسان د چاغښت (Obesity) سبب ګرځی، یوه لور ته انسان په دې خوښ وي چې زه چاغ شوم، بل لور ته دا چاغښت د انسا ن لپاره هلاکت ته ښه راغلاست دی؛ هغه په دې معنی چې چاغښت روغتیا نه، بلکې تکلیف او کړاو دی، دا ځکه چې د شکرې (Diabetes Mellitus)، د وینې لوړ فشار(Hypertension) او د زړه د ډېرو ناروغیو (Coronary Heart Diseases) عامل او سبب ګرځي.

کله چې یو څوک چاغ شی، نو د دې مطلب دا دی چې د ده د وازګو حجرې (Adipose Cells) ډېري دی، د داسی خلکو په وینه کې (Fatty Acid) او نور مختلف ډول د شحمیاتو مرکبونه یعنې تر ای ګلایسرول کولسټرول (Triglycerol cholesterol) ډېروي. د شحمی حجرو ځانګړتیاوې دا دي چې د ناروغیو مدافعت نه کوي، بلکې د ناروغیو لپاره د ځالې حیثیت لري؛ دا حجرې هرډول ناروغیو ته ښه راغلاست وایي او روژه يې یواځنی درملنه ده، چې دا حجرې په اعتدال او په متوازن حالت کې ساتي، ځکه روژه وزن او شحمیات کموی اوغوړ له مینځه وړی، چې په پایلو کې روغتیا پخپله راځي، نو ځکه ویلی شو چې روژه روغتیا ده.
روژه د وينې سره کُرويات (Red Blood Cells) زياتوي.

په عمومی ډول سره د وینی سره کرویات د5mm څخه تر15mm پورې دی او روژه دا شمیر زیاتوي او کله چې په وینه کې سره کُرویات زیات شی، نو لاندې ګټې ورڅخه لاسته راځي:

۱: د ناروغیو د یرغل مخه نیسي.

۲: که د انسان د ودې نظام سست وي، هغه سموي.

۳: په بدن کې د زهرو او زهري موادو مخه نیسي.

۴: د التهاب مخنیوی کوي.

او که چېرې د انسان د وینې سره کُرویات کم شي، نو دا انسان د وینې له کموالي (Anemia) سره مخامخ او حساسیت (Allergy) پکښې وده کوي او د تورې غاړې (Whooping Cough) ښکار کیږي.

نور بیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.