افغانستان

ننګرهار کې ۹ تنه نور پولیس طالبانو ته اوښتي

نن ټکی آسیا: طالبان وايي د ننګرهار ولایت په سپین غر ولسوالۍ کې ورسره نهه تنه پولیس یو ځای شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره،د کابل ادارې اړوند ۹ تنو پولیسو د حقایقو په درک کولو او د دوی د سیمه یېزو ملګرو د دعوت او ارشاد د هلو ځلو په پایله کې د دوی له کرښو سره پیوستن اعلان کړ او د ګډې مبارزې ژمنه یې کړې.

په خبرپاڼه کې د تسلیم شويو پولیسو راغلي نومونه دا دي:
۱ــ فيض الله جان د معروف جان زوی
۲ــ لعل جرین د اسحاق زوی
۳ــ محمد واقف د خان زمان زوی
۴ــ محمد کریم د عبدالشکور زوی
۵ــ  محمد سليم د عبدالشکور زوی
۶ــ امیرمحمد د افسرخان زوی
۷ــ محمد زمان د زرمحمد زوی
۸ــ زر محمد د اختیار زوی
۹ــ رحمان ګل د حیات الله جان زوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x