دروژې فقه (19 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۳۷: سوال: د روژې شرطونه کوم دي؟
ځواب: روژه لاندي شرطونه لري:
بلوغ: که چیري یو څوک بلوغ ته نه وو رسیدلی روژه پر فرض نه ده، البته که یې د تمرین له کبله روژه نیول پروا نه کوي ښه کار دی.
عقل دی، او بې هوښي به نه وي.
د حیض او د نفاس څخه پاکوالی دی.
د ناروغۍ ضرر به نه وي، که چیري یو څوک داسی ناروغه وي چي روژه نیسي نیولای او یا روژه دده مرض نور اضافه کوي بیا روژه نشي نیولای.
حضر، یعني دغه روژه نیونکی به په سفرباندي نه وي، که پر سفر باندي وو بیا ورته اجازه شته چي روژه وخوري.

۱۳۸: سوال: په روژه کي ډایلیسیز څنګه دی، روژه ماتوي که یا؟
ځواب:داچي د پښتو رګو د تکلیف د لیری کولو لپاره د ډایلیسیز عمل تاسی کوی او د ډایلیسیز عمل داسی دی چی د شریانو څخه وینه راوځی او صفاء کیږی او بیرته و بدن ته ځي په دې سره روژه نه ماتیږي.
(جدید مسایل کاحل- ۶۰۲)

۱۳۹: سوال: زموږ یو هوټل دی څوک وایی په روژه کي یې خلاص که او څوک وایی بند یی که موږڅه وکړو؟
ځواب:د رمضان د میاشتی د احترام له کبله دا ضروري ده چي هوټل بند کړل شي،دا مبارکه میاشت د شعایرالله څخه ده او د شعایرالله احترام کول ضروري دی نو ښه خبره داده چی هوټل و تړل شي او که د روژه مات څخه څه مخکی خلاص کړل شی پروا نلري چی خلک د خوراک توکی واخلی
(فتاوی رحیمیه ټوک ۶ پاڼه:۲۵۱)

۱۴۰: سوال: د بل مسجد په اذان روژه ماتول څنګه ده؟ او د پیشلمي پر مهال کله چی اذان شروع شی هلته خوراک او څښاک څنګه دی؟
ځواب: کله چی وخت داخل شی بیا د خپل مسجد او د بل مسجد اذان نه غواړی کولای شی روژه ماته کړي. او د پیشملي پر مهال چی کله اذان شروع شی و دې کتل کیږي که سپیدې چاودلې وې خوراک او څښاک منع دی او که چا خوراک او څښاک وکړ او دی په خبرنه وو چی سپیدې چاودلې دی که یا نو قضاء یی شته او کفاره نشته، او که سپیدې نه وې چاودلې و اذان ته اعتبار نشته هم خوراک کولای شی او هم څښاک.

۱۴۱: سوال: زه خپله یوه ښځینه ډاکتره یم په ځانګړي ډول سره د بې اولادو میرمنو لپاره نو کله داسی وشي چی د خاوند نطفه(Sperm) د ښځې و رحم ته درسته داخله نشي موږ هغه پخپلو ستنو)Injection)سره و رحم ته داخلوو له تاسو مو پوښتنه داده چی ددې د غُسل او روژې حکم څه دی؟
ځواب: تر ټولو لومړی باید و عذر ته وکتل شی که سخت عذرنه وی باید دا کار ونشي، او که عذروي نو دلته څو خبرې په یاد ساتل دی:

۱: چی مطلق د خاوند نطفه د ستنی له لاری و رحم ته داخله شوه روژه یی ماته ده، که ښځه په دې کي خوند محسوس کړی غسل به هم کوي او قضاء او کفاره دواړه شته، او که خوند محسوس نکړی نو قضاء یی شته کفاره نشه. خو زیات امکان ددې شته چي ښځه دي ضرور خوند محسوس کړي

۲: که چیری دا کار ضروری وي نو تاسی دا کار د روژه مات وروسته وکړی، چی د ښځي روژه خرابه نشي، او که فرضاء تاسی وخت ورته ولری او هغه ورځ وي او د ښځې روژه وي نو لومړی دي په داسی شي سره روژه ماته کړی چی قضاء یی وی او کفاره یی نه وی- بیابه مشکل لږوي.

۳: دا د خاوند نطفه چی ايښودل کیږي دا باید د هغې خاوند ته ور زده کړل شی او هغه دا کار وکړی وبل ډاکتر ته قطعاً حرام دی.
فتاوی رحمیه ۶/ ۲۸۱، جدیدمسایل کاحل۷۹

نوربیا…



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.