نظم/ اسدالله رزين

اسدالله رزين 

ولاړم قندهار ته ما داله ولیده
له هیلو ډکه مې تازه ولیده

سپیره ډبره یی ترټول غرب درنه وه
ښکلا پری ختمه مې هغه ولیده

زړه مې په هرقدم پړاو خوښ وو
هره شیله می زرغونه ولیده

په کږ لیچو کې هوسونه میشت وو
کاڼي صفا ځمکه مئ شنه ولیده

د لوی قندهار حسن ته یی رنګ ور کاوو
اوږده پرته مې لو واله ولیده

له نعمتو ډکه غیږ باغ ته ور تله
په ناز نخرو مئ هره څپه ولیده

ما تصور کې خوشالي شمارلي
چې مي ناڅاپه یی بند کاسه ولیده

د لوریدنو قافلې پکشې وې
ما یوه بی مثله منظره ولیده

تعبیر مئ نه شوای کړای چې څه ولیکم
له مزو ډکه مې خپره ولیده

وختم لوړې ته چې ښه یی ووینم
لمن کې څروښته مې رمه ولیده

په شنو تازه وښو یی خولې وهلې
قلم کاغذ ته ترانه ولیده

د پسرلي پیل وو داله نشه وه
ما ورکتل ما هغه نشه ولیده

هغې نشې ته مې نشه نشه سوه
شوخه نشه کې مې جذبه ولیده

زما د هیواد هره دره داله ده
هر لور مئ مسته حماسه ولیده

در جارشم ګرانې د دالو خاورې
د عظمتو مي دې خاکه ولیده

تر ما دي هرڅه جار کړل لوی دي کړم
ستا مې وفا هره شیبه ولیده

خو ما جفا بیا هم جفا غوره کړه
له تا مې بیا هم حوصله ولیده

(رزین)بازار غواړي،خوآزار دئ څاري
د خپلو کړو یی نتیجه ولیده

رزین متین کلینیک ته څیرمه قندهار ۲۴/۳/۲۰۱۷



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.