halal meat

د څارویو حقوق تر دین معتبر دي! تر شعار لاندي ډانمارک د څارویو حلالول غیر قانوني اعلان کړل

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د ډانمارک د غذا او زارعت وزیر دان یورغنسن (Dan Jørgensen) هغه قانون امضا کړی چي له کبله به یې څوک نه شي کولای، له دې وروسته په دغه هیواد کي په اسلامي او یا بله دیني طریقه باندي یو څاروی ذبحه کړي، بلکي د نوي قانون سره سم به لومړی څاروي په برقي شارټ وژل کیږي، او بیا به یې غوښي ټوټه کیږي.

باید وویل شي چي په عموم کي  د اروپائي اتحادیې همدا شرط دی، چي حیوانان باید لومړی په برقي شارټ ووژل شي،

خو د قانوني استثناء له مخي مسلمانانو کولای شوای خپل د دین او عقیدې پر بنیاد څاروي ذبح کړي، د ډانمارک دا اوسنی قانون نور د مسلمانانو څخه د څارویو د ذبح کولو هغه استثنائي حق اخلي، او وائي که چا له دې وروسته څاروي ذبح کړه، هغه به تر قانوني سوال لاندي راځي.

که څه هم په ډانمارک کي ځینو اسلامي او یهودي تنظیمونو د حکومت له خوا ددې قانون تصویب غندلې، خو د ډانمارک د غذا او زراعت وزیر ویلي چي د دین تر مخه دوی ته د څارویو حقوق معتبر دي.

ډانمارک په اوروپائي اتحادیې کي یو له هغو هیوادونو څخه شمېرل کیږي چي د حلال په نامه غوښه یې اکثره اسلامي او عربي هیوادونو ته صادریږي، او له دې وروسته به نه یوازي پر دغه تجارت باندي بد اثر پریوزي، بلکي اوس دې باندي بحث روان دی چي په دغه هیواد کي اوسیدونکي مسلمانان چي شمېر یې تر 25 زره زیات دی، به په څه شي ګوزاره کوي.

د مسلمانانو په څیر یهودان هم د خپل دین په رڼا کي هغه غوښه نه خوري چي څاروي یې ذبح شوی نه وي، خو د یهودانو نړیوال مجلس ویلي چي ددې پریکړي اثر به پر هغوی نه پریوزي، ځکه چي په دې ورستیو لسو کلونو کي دیهودانو لپاره غوښه ټوله له بهر څخه وارد شوي.

باید وویل شي چي ډانمارک هغه لومړنی هیواد دی چي د دیني کرکي پر اساس یې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم توهین امیزه کارټونونه نشر کړې وه، او د هغه مبارک په شان کې ګستاخي کړي وه، چي له کبله یې په پراخه پیمانه په ضد مظاهرې وشولې، او مسلمانانو د خپلو واکمنانو څخه وغوښتل چي له دغه هیواد سره دپلوماسي اړیکي وشلوي.

په هغه وخت کي د ډانمارک لومړی وزیر راسموسن وو، کوم چي اوس د ناټو مشري کوي، نوموړي د هغه رسام سره ملاقات کړی وو، هغه یی نور هم تشویق کړی وو، او د هغه ناروا عمل یې توجیه کړی وو، او د هغه عمل یې د بیان ازادي بللې وه.

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د