ننګرهار: دوه پاکستاني ديپلوماټان لادرکه شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی دوه تنه دیپلوماټان په ننګرهار ولایت کې د دریو ورځو راهیسي لادرکه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان دوه تنه کارکوونکې هغه وخت لا درکه شوه کله چې پاکستان ته روان وه، خو تورخم ته تر رسیدو مخکې ورک شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې داسي ښکاري دغه کسان د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي دي خو لا یې تر اوسه په اړه معلومات نشته چې چا تښتولی دي.

او زیاته کړې چې د ننګرهار او کابل چارواکو ته یې په اړه معلومات ورکړي دي، غوښتنه یې کړې ده چې د پاکستاني دیپلوماټانو موندلو لپاره ټول وسایل په کار واچوي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.