نړۍ

پرتګال: په ځنګله کې اور لګېدنې ۶۲ تنه وژلي دي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د اروپايي هیواد پرتګال چارواکي وايي چې په ځنګله کې د اور لګېدنې له امله ۶۲ تنه وژل شوي دي چې کیدای شي په تاریخ کې یې ساری نه وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د پرتګال د کورنیو چار وزیر تېره شپه ناوخته رسنیو ته وویل چې وژل شوي کسان اکثره د اور په منځ کې په موټرو کې بند پاتې شوي وو.

نوموړي ویلي چې د یادو وژنو سربېره ۵۹ تنه نور ټپيان شوي دی چې د هغو څخه هم ۵ په مرګوني حالت کې دي.

چارواکي وايي چې کیدای شي د اور لګېدو لامل د اسمان څخه د ټکې راغورځېدل وي چې وروسته د تېزي هوا له امله اور زیات شوی دی.

https://www.youtube.com/watch?v=KTLy-RO-W5g

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x