افغانستان

د ملي امنیت شورا د معتصم اغاجان له اعلامیې ملاتړ کړی

د روانې سلواغې میاشت پر ۲۴مه نېټه د طالبانو د سياسي کمېټې د پخواني مشر، معتصم‌اغاجان له خوا د «د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک» تر سرلیک لاندې يوه اعلاميه خپره شوه چې په کې د افغانستان له مختلفو سیاسي ډلو په ادرس د سولې خبره مطره کړې ده. ښاغلی اغاجان چې یو مهال د طالبانو د سیاسي کمېټې رئیس و، چې د ۲۰۱۲م کال د اپرېل په میاشت کې د طالبانو له خوا د یوې اعلاميې په خپرولو سره د سیاسي کمېټې له مشرۍ لرې کړای شو

. طالبانو وویل: «اغاجان معتصم په ۲۰۱۰ ز کال کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د یو لړ خودسریو او په کارونو کي د نه شفافیت له امله له خپلي دندي نه ګوښه کړل شوی او فعلا په اسلامي امارت کي هیڅ کومه د نده نه لري او نه هم په خپلو څرګندونو او کړنو کې د اسلامي امارت نما یندګي کولای شي».
د یادې اعلاميې په یوه برخه کې ویل شوي: « دا چي اوس نوموړی په ترکیه کي اوسي هلته د ده اوسیدنه د ده شخصي کار دي اسلامي امارت په ترکیه کي کومه نمایندګي او دفتر نه لري او نه هم کابل او انقرې ته د اغاجان معتصم سفرونه د اسلامي امارت د مشرتابه په هدایت او اجازه ترسره شوي دي». حال دا چې اغاجان په خپله اعلامیه کې ویلي: « په دغه غونډه کې د اسلامي امارت وزيرانو، ډپلوماټانو،او پراوسني مهال سترونظامي قومندانانو، متنفذو مشرانو ګډون وکړ او د هيواد د روان کړکيچ د سوله ايز حل پر اړتيا او ارزښت يې څو ورځې پرله پسې بحثونه وکړل.
له نيکه مرغه د غونډې ټولو ګډون والو په يوه خوله په افغانستان کې د افغانانو تر منځ د خپل منځي مصالحت په برخه کې د سوله ایزو هڅو پر ارزښت او اړتيا ټينګار وکړ او په دې برخه کې يې د پخوا په څېر خپل چمتو والی وښود».
ښاغلي اغاجان د خپلې اعلامیې په پای کې په څرګندو ټکو له افغان حکومت سره د سولې په تړاو تیاری ښيي: « لکه څنګه چې مو په پورته ټکو کې يادونه وکړه چې موږ د هيواد د قضيې په تړاو د خپل رسالت په درک کولو سره له ټولو ذيدخله افغاني لوريو سره د ستونزې د هواري په موخه تفاهم کول غواړو، بناءً موږ په پای کې په روښانه ټکو کي اعلانوو چې زموږ د وروستنۍ غونډې د پريکړې له مخې د مذاکراتو او تفاهم لپاره زموږ دروازې تل د موجوده حکومت او ټولوهغه ډلو او تنظیمونو پرمخ خلاصې دي د کومو سره چې زموږ په تیرو وختونو کي تصادمات راغلي وه یا اوس ورسره په تصادم کښي قرار لرو، ځکه موږ دا تکل وکړ چې نور په راتلونکي باید د مسلمان په لاس د مسلمان او د افغان په لاس د افغان وینه تویه نشي».
طالبانو د خپلې اعلامیې په یوه برخه کې د معتصم‌اغاجان د اوسنيو کړنو په تړاو یو ډول شک څرګند شوی او هڅه شوی، چې د ښاغلي اغاجان له کړه وړه د ده خپل شخصي اقدامات وبرېښوي: « د اغاجان معتصم اوسنیو حرکاتو ته په کتو سره اوس نوموړی د خپل اختیار نه ښکاري بلکي کړه وړه یې د نورو په اشاره او اختیار کي دي اسلامي امارت له ټولو رسنیو نه په کلکه غوښتنه کوي چي په راتلونکي کي د نوموړي اظهارات او نظر اسلامي امارت ته منسوب نه کړي بلکي د اسلامي امارت نظر او رسمي پالیسي هغه ده چي د اسلامي امارت د معلومو رسمي ویندویانو له لوري تايید شي».
دا په داسې حال کې ده، چې معتصم‌اغاجان څو څو ځله رسنیو ته له خپل ادرسه اعلاميې ورلېږلې او ډاډ یې څرګند کړی، چې دی د طالبانو د مشر، ملامحمدعمرمجاهد نمایندګي کولای شي او په دې اړه یې اعلامیې هم خپرې کړي. په وروستۍ اعلامیه کې ښاغلي معتصم د امارت پر ځای د «طالبانو اسلامي تحریک» سرلیک خپل کړی، چې د طالبانو له اعلامیو سره څرګند تفاوت لري. په ارګ کې د ملي امنیت شورا هم د معتصم اغاجان د اعلامیې ملاتړ کړی او دا یې یو مثبت ګام ګڼلی.
د ملامحمدعمرمجاهد په مشرۍ طالبانو او د امارت ویاندویانو، ذبیح‌الله‌مجاهد او یوسف‌احمدي تر دې دمه د ښاغلي معتصم د وروستۍ اعلامیه په تړاو څه نه دي ويلي. پرون په کابل کې د ملي امنیت شورا هم د ښاغلي معتصم د اعلاميې ملاتړ څرګند کړی، مګر رسنیو داسې انځور کړه، چې ګواکې طالبانو له افغان حکومت سره د خبرو اترو ته دلچسپې ښوولې ده.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x