طالبان: امریکا دي وروستی فرصت له لاسه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندي د کابل پروسې په غونډه کې د طالبانو څخه غوښتي وه چې د اخیري ځل لپاره د سولې فرصت ورکوي، که یې ضایع کړ، بیابه دا فرصت نه وي.

خو نن طالبانو امریکایانو ته ورته خبره کړې او پر خپل وېب پاڼه یې په یوه لیکنه کې امریکایانو ته ویلي: « امریکا باید دا فرصت له لاسه ورنکړي».

په لیکنه کې ویل شوي چې د امریکا او اوروپا ټول چارواکې او سیاسي کارپوهان په یوه خوله دا خبره کوي چې امریکا نور په افغانستان کې جګړه بایللې ده، « وړمه ورځ چې د امریکا دفاع وزیر جیمز میټس د کانګریس غونډې ته په واضح ډول وویل چې تر اوسه موږ په افغانستان کې ناکام یو، د افغانستان جګړه موږ نه ده ګټلي او په راتلونکې کې به پر نوې ستراتیژۍ غور وکړو.».

طالبانو د امریکا نوي حکومت ته مشوره ورکړې چې «نور له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړئ. دا یو معقول فرصت ګڼل کیږي چې باید د ټرمپ اداره یې له لاسه ورنکړي.».

باید وویل شي چې د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته د اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه خپل دفاع وزیر جیمس ماټیس ته پرې ايښې چاچې څو ورځي وړاندي په کانګریس کې وویل، مونږ په افغانستان د جګړې ګټونکي نه یو.  ویل کیږي چې نوموړي د ۴۰۰۰ اضافي عسکرو لیږلو پرېکړه کړې.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.