د هندوستان او پاکستان د کرکیټ لوبه: عصمت قانع پر خپل بریتونو شرط لګولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): د افغانستان پيژندل شوی لیکوال او مشهوره څېره عصمت قانع پر خپل فیسبوک باندي شرط لګولی که چیري پاکستان د هندوستان څخه نن ورځ پایلوبه وګټله، نوموړی به خپل بریتونه خريي.

مالومه نه ده چې عصمت قانع به څومره خپل پر شرط ودریږي، ځکه چې د کرکیټ په ننۍ لوبه کې پاکستان پر مخ روان دی او داسي ښکاري چې عصمت قانع شرط بایلونکی دی.

پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او په پنځوسو اورونو کې يې ۳۳۸ منډې جوړي کړي.

د هندوستان تر اوسه ۵ لوبغاړي سوځېدلي دي او یوازي ۵۴ منډې يې جوړي کړي.

د کرکیټ پوهانو له نظره که له دې وروسته هندوستان دغه لوبه وګټله نو دا به د کرکیټ په نړۍ کې یو معجزه وي.

هېره دې نه وي چې د ښاغلي قانع ګڼ شمېر مینه وال د لوبې پایلو ته سترګې په لار دي او یاد شرط ته په پام سره د نوموړي د برېتو خیر غواړي.

د نوموړي پر شرط باندي په فیسبوک کې ډیرې تبصرې شوي چې ځیني يې په لاندي ډول دي:



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.