Raqib-Takhari

د طالب مشرانو مرموز قتلونه د کومو اهدافو لپاره؟ -سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: تیره ورځ د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د مولوي عبد الرقیب تخاري په نوم دطالبانو یوبل جګ پوړی چارواکی په مرموز ډول ووژل شو.

ښاغلي مولوي تخاري په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کډوالو دچارو وزیر او د هغوئ په لیکوکې مهم شخص ګڼل کیدو.

د مولوي تخاري تر وژل کیدو څه وخت ترمخه د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کې د طالبانو بل مهم چاروکي ډاکټر نصیر الدین (حقاني) هم د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل شو .

همداشان د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه ښارکې دیته ورته د طالبانو د پلوي عالمانو دوژل کیدو متعددې پیښې رامنځته شوې چې تر اوسه پوري د عاملینو کوم څرګ نه دی لګیدلی .

په پاکستان کې د نامعلومو لوریو لخوا دطالب مشرانو د دا ډول مر موز و قتلونو سلسله په داسې حساس وخت کې پیلیږ ي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ نیټه په را رسیدو ده .

تر دې له مخه به اکثرا په پاکستان کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو لخوا د طالب مشرانو د اسارت او نیول کیدو خبرونه ورکول کیدل تر دې چې د هغوئ ځیني مشرانو د امنیتي ځواکونو په محبسونوکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، خو اوس چې نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو مقاومت وروستۍ مرحلې ته رسیدلی او طالبان د خپل پیل کړي مقاومت په ترځ کې له بهرنیانو (امریکایانو) سره د سولې د خبرو پیلولو لپاره تر وروستي بریده په خپلو غوښتنو او شرائطوټینګار لري ښایي د نا معلومو کړیو لخوا د هغوئ د ځینو مشرانو د قتل مرموزه لړۍ د هغوئ د نرمولو او له خپلو غوښتنو څخه د تنازل په غرض پیل شوې وي.

که څه هم چې د ځینو شنونکو له نظره د طالب مشرانو وروستي مرموز قتلونه د هغوئ د خپل منځي اختلافاتو محصول بلل کیږي ، خو دا خبره د توجیه وړ ځکه نه ده چې وژل شوي کسان د طالبانو په لیکوکې سیاسي متنازع اشخاص نه ، بلکي له پوځي اړخه داسې مهم کسان دي چې ورځنی فعالیت یې دخپلو افرادو په پوځي او لوجیستیکي چارو متمرکزده .

دابه تروخت له مخه خبر وي چې څوک دي د طالب مشرانو د مرموزو قتلونو د وجوهاتو اویا دې د هغوئ د قاتلینو دڅیرو بربنډه ولو په اړه څه ووایي ، خو داسې ښکاري چې د بهرنیو ځواکونو په مقابل کې د طالبانو دمقاومت په دولس کلنه موده کې ښایې دغه مرحله له سیاسي او پوځي پلوه د هغوئ لپاره تر ټولو زیات خطر ناک او له اندیښنوډک پړاو وي چې دوی ورسره مخ کیږي او هرومروبه یې دهغوی د وسله والو په جنګي مورال تاثیر هم منفي وي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د