کرکیټ: پاکستان د پښتون په زور د هندوستان څخه غچ واخیست / د لنډیز ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۸مه ۱۳۹۶ل): نن د چمپینز ټرافي په پایلوبه کې د پاکستان لوبډلې د هندوستان څخه په ۱۸۰ منډو د خپل لومړۍ ماتې غچ واخیست.

پاکستان په خپل لومړۍ لوبه کې د هندوستان څخه په ۱۲۴ منډو ماتې خوړلې وه، خو نن د دغه سیالیو په پایلوبه کې پاکستان خپل همیشني حریف ته په ۱۸۰ منډو ماتې ورکړه.

د مردان څخه نوي راغلي پښتون لوبغاړي فخر زمان په دغه لوبه کې په ځانګړي ډول ښه وځلېد، نوموړي په ۱۰۶ بالونو ۱۱۴ منډې جوړي کړې.

نن لوبې ته د ټولو پایلوبو مور ځکه ویل شوې وه چې په کښي پاکستان او هندوستان د لومړي ځل لپاره په چمپینز ټرافي پایلوبه کې سره مخ شوي وه، بلکې دا لومړی ځل وو چې پاکستان ددغه سیالیو پایلوبې ته لاره پيدا کوي.

دغه سیالي د ۸ غوره لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې په هغو کې پاکستان تر ټولو کمې نمرې لرلې خو په لومړۍ لوبه کې د هندوستان څخه د ماتې خوړلو وروسته پاکستان تر پایلوبې خپل ټولې لوبې وګټلې او په دې توګه یې د چمپینز ټرافي پایلوبه وګټله.

د نن په لوبه کې هندوستان پچه وګټله او لومړی یې د بال غورځولو پرېکړه وکړه.

پاکستان په خپل وار په پنځوسو اورونو کې ۳۳۸ منډې جوړي کړې چې په هغو کې فخر زمان ۱۱۴، اظهر علي ۵۹، محمد حفیظ ۵۷ ناسوځېدلی، بابر اعظم ۴۶، عماد وسیم ۲۵ ناسوځېدلی او شعیب ملک ۱۲ منډې جوړي کړې.

په جواب کې د هندوستان ټوله لوبډله په ۳۱م اور کې وسوځېدله او یوازي ۱۵۸ منډې یې جوړي کړې.

د هندوستان له لوري تر ټولو ډیرې منډې «هرتیک پانډیا» جوړي کړي، نوموړي په ۴۳ بالونو ۷۶ منډې جوړي کړې او وروسته د محمد حفیظ له لوري د ځغاستې پر مهال وسوځېد.

یوراج سنګ ۲۲، شیکر داون ۲۱، جډېجا ۱۵ او نور ټول لوبغاړي ونه توانېده چې تر ۱۰ منډې زیاتې جوړي کړي.

د پاکستان په بال غورځوونکو کې محمد عامر د هندوستان تر ټولو غوره لوبغاړي روهیت شرما، شیکر داون او ویرات کوهلي وسوځول.

د نوموړي تر څنګ حسن علي هم ۳ لوبغاړي وسوځول، شاداب خان ۲ لوبغاړي او جنید خان یو لوبغاړی وسوځوی.

باید وویل شي چې دا د هندوستان لپاره په یوه ورځنیو لوبو کې د پاکستان پر خلاف تر ټولو ستره ماتې ده.

د لوبې غوره لوبغاړی فخر زمان وبلل شو.

د لوبې لنډیز په لاندي ادرس کتلای شئ:

//www.icc-cricket.com/champions-trophy/video/420969



یوه تبصره

  1. سلام علیکم گران ورور جان ننه ده لیله تول قد ر شفد ده الله زی کروکی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.