افغانستان

پکتيکا: په يوسف خېلو کې اربکيانو درې پېغلې په زورتښتولې دي

http://nunn.s3.amazonaws.com/arbk555.jpg?javer=1402181222

د پکتيکا ولايت د يوسف خېل ولسوالي اړوند د مشخېلو په ميرزاخېلو کې پرون غرمه اربکيانو د پوليسو په ګډون په ياد کلي کې له ګواښونو او ځورونو وروسته درې پېغلې له ځان سره په زور بېولې دي.
د سيمې خلکو په پراخ لاريون کې دا کړنه کلکه وغندله او د پکتيکا د اربکيانو له مشر عزيزالله کاروان نه يې د دې اربکيانو او پېغلو د تسليمۍ غوښتنه وکړه.
تر اوسه پورې د دې پېغلو چې عمرونه يې د دوولس او اتلس کلنۍ ترمنځ دى، درک نه دى معلوم چې پر کوم لوري به يې وړي وي؟ د پېښې قرباني شوې کورنيو له لاريون وروسته د دولت او اربکيانو سوړ غبرګون دې ته مجبور کړى، چې په دې برخه کې د خيربين له طالبانو مرسته وغواړي.
دا په داسې حال کې دى چې د اربکيانو په وړاندې د ولسي کرکې ډېرښت ، پرلپسې لاريونونه او له هغوى سرټکونه په دې وروستيو کې په پراخه اندازه ډېره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x