له تورې بوړې تر ایبټ آباده – د اسامه زوي د خپل پلار کیسه کوي / خبرتیا

نن ټکی اسیا – خبرتیا

له کندهار، کابل او تورې بوړې تر ایبټ آباده د القاعده تنظیم او د هغه د مشر اسامه بن لادن په اړه ورستي مستند معلومات.

له کندهاره تر کابل ، تورې بوړې ، او بیا کونړ پوري د اسامه بن لادن رسیدل ، هلته له حکمتیار سره یوځای اوسیدنه او پر هغه شکمن کیدل ، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر سختې څارنې او تعقیب لاندې د نوموړي د ژوند وروستۍ شیبې ، پاکستان ته یې د ایمن الظواهري په ملتیا اوښتل، په ایبټ آباد کې د امریکايي ځواکونو لخوا وژل کیدل او نور یو لړ ناویلي هیښوونکې معلومات دي چې د اسامه بن لادن د زوي له خولې په تفصیل سره لیکل شوي د لومړي ځل لپاره له نن ټکي آسیا څخه خپریږي.

پورتني مستند معلومات د حمزه بن لادن له خولې د اسامه بن لادن د نیږدي ملګري مشهور عرب لیکوال مصطفی حامد (ابوالولید المصري) په قلم په عربي ژبه لیکل شوي او د جهادي ډلو د چارو پیژندونکي ، شنونکي او څیړونکي عبدالرحیم (ثاقب) لخوا په پوره امانت دارۍ سره پښتو ته ژباړل شوي.

د یادونې وړ ده چې پورتني جریانات وروسته تر هغه د القاعده تنظیم او د اسامه بن لادن د کورنۍ لخوا خپریږي چې د څیړنیز ژورنالیږم دوو تنو برتانوي لیکولانو میرمن کیتراین سکاټ کلارک (Cathy Scott Clark) او ایدراین لیوي (Adrian Levy) په خپل وروستي كتاب (EXILE) کې د القاعده تنظیم په داخلي جریاناتو او د اسامه پر کورني تبصرې کړې دي.

د برتانوي ليكوالانو په ځواب کې د اسامه د زوی حمزه بن لادن دغه مستند معلومات او هیښوونکې څرګندونې تر اوسه هیڅ کومې رسنۍ نه دي خپاره کړي.

تاسي درانه لوستونکي تر ټولو وړاندې له دغو هیښونکو معلوماتو څخه د برخمن کیدو لپاره له نن ټکی آسیا سره اوسئ !

avatar
7 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
spogmai saba
میلمه

افغانان ډیربی غیرته دي ځکه پاکستان زموږدهیوادوالوترقي نه غواړي او دوي لاهم هلته زده کړي کوي واي افسوز په داسي بی غیرته افغانانو

زرمینه کابلی
میلمه
زرمینه کابلی

دابلکل حقیقت نه لری داخبری تولی درواغ دی اوته غولیدلی یی زکه داسی وایی

spogmai saba
میلمه

زه نه یم غولیدلی څکه دا حقیقتونه موږ لیدلی او هم دهغو ظلمونو ښکارشوی یو داسلامی نومی ریژیم په وخت کي

محمد
میلمه
محمد

بیغیرته هغه څوک دی چې ځانونه یی پر روسانو خرځ کړل او هغو ته یی نڅاوی کولی په چکچکو یی ګران هیواد ته روسان راوستل کوم وخت چې روسانو د افغانی اتلانو څخه ماته وخوړله دغو کمونسټانو چې د مخه یی روسانو ته ایشلی کولی امریکا او اروپا ته مخه کړل او شعارونه چې مرګ پر امریکا او نور داسی یی هیر کړل او په امریکا کې یی خپل اولادونه او ځانونه د امریکا فاسد تعلیمی نظام ته وردننه کړل او امریکا به صنفونو کۍ ددی پر ځای چې اخلاقی تربیه ورکړی د فحشا وطرف ته یی را کش کړل… نور لوستل »

spogmai saba
میلمه

افغانستان دبدبختي تحداب هم ګلبدین ایښي دي ولي هغه وخت دافغانستان له دولت څخه پشتیبانی نه کوله چی د شهید قهرمان ډاکتر نجیب الله نظام يي هم ړنګ کړ اوهم یی دافغانان دلویو بدبختیوسره مخامخ کول اوافغانستان ملی منافع ،خاوره ویني یی هم په پاکستان وپلورلي

غوربندی
میلمه
غوربندی

صبا

نجیب د څه شي قهرنان وو

د پردیپذلنې
الحاد
مرګ
شکنجو
هره مشترکه وجهه چې لرې ورسره لره یې خو په جاره د ملي خاینینو او قاتلینو بره مه وایی

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د اسامه بن لاډن رحمته الله شهادت دی الله ج قبول کړی ، مګر زوند او مرګ یی ماته اوس هم یوه معمی ښکاری حتی د هغه د یو زوی په اړه چه کومه چاینز الاصله امریکایی یا انګریزه یی په اروپایی ستایل کی ورسره وه او دی هم په اروبایی سټایل معلومیدلو یوه مرکه ورسره شوی ، خبری یی نیوترل وی ، ویره هم پکی نه معلومیدله ، مګر دحیرانتیا خبره دا چه یو عادی طالب څه چه د طالب په نوم شکمن څوک هم ژوندی نه بریږدی که په لاس ورشی او هغه په لندن او اروپا کی… نور لوستل »

احمد
میلمه
احمد

سپوږمی صبا ته ددی خبرو پوهه او وړتیا نه لری دعقل په لحاظ ناقصه یی زما درته دا خوښه ده چی دغو مسایلو کی له څه ویلو او یا لیکلو ډډه وکړه که ته دنجیب سره نصبی تړاو لری اویا فکری خو انتخاب دی ناقص دی ځکه نجیب یو وطن پلورونکی کمونست وو ۰او هغه وخت چی دی دخاد یا اسخخباراتو مشر وو ډیر وطن دوسته باغیرت دوطن دعزت ساتونکی مجاهدین یی په ډیره بی رحمی شهیدان کړل او یا یی د تور تمبو شاته وراسته کړل ۰ او هم دا نجیب دهغو کسانو مرکزی کمیټی غړی وو کوم چی… نور لوستل »

طاهرخان اسلام اباد
میلمه
طاهرخان اسلام اباد

دا به ډير ښه شي او کره معلومات به هم مخ ته راشي. لوېديځ ليکونکي اکثر د تعصب څخه کار اخلي او حقائق هم پټوي.

غوربندی
میلمه
غوربندی

خدای ج وکړي چې دا ډول حقایق په حقیقي ماناوو سره را وسپړل شي.

زما له نظره هغه حقایق چې افغانان د خپلو مشرانو پر ځای د پردیو حرکتونو شیفته کوي ماته خودساخته او پروژه مالومیژي.

اقبال
میلمه
اقبال

غوربندی صاحب سلامونه می ومنی ! زمونږ د پاره مشران او کشران د اسلامی تقوی په تله ترازو اټکل کیږی ، قران فرمایی د بی عمله او یا بدعمله علماوو مثال لکه په خرو چه کتابونه بار وی او هغوی چه په ښکاره ایات او حدیث بیانوی او دهغوی تاویلات هم د خپلو جیبو او بادارانو په ګټه کوی اصل هدف یی د اسلام او مسلمانانو په مخالف قطب کی قرار لری هغوی ته مشران نه دشمنان ویل کیږی ، مهمه نه ده چه هغه لکه سیاف ، ربانی ، حکمتیار او که خدای ناخواسته زما پلار هم وی ،… نور لوستل »

سلطا ن صا لحی له قز وین سخه
میلمه

دسه شی شهید کوم شهید شرمیژی هم نه شها د ت که په قوم اوتبروای نوتر نجیب دیر شه شه زوانان لارل خوشهادت بی الله ته معلوم وی مسئله دحق اوباطل ده خبر په قوم ژبه په سمت پوری اره نلری که نجیب پشتون دی نوقهر مان شهید شوی که زه تاجک وم اوهغه بل عرب بس تاپه به دشهید په وهلکیژی دغه تولی نا خوالی دی کمونستانو نه موژته راجولی شوی دغه سوک چی دنجیب مدافع وکیل دی البته دغه ددی معنا ورکوی چی خپله کمونیست دی ا ونجیب په فوهنتون کشی هم معلوم وچی فوهنتونوالو سه لقب پر… نور لوستل »