په لندن کې مسلمانان په موټر قصدا وهل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غبرګولي ۲۹مه ۱۳۹۶ل): د رویټرز خبري اژانس په یوه عاجل خبر کې ویلي چې د برتانیې په پلازمینه لندن کې پولیسو د «فینسبري پارک» تم ځای ته نیژدې سړک تړلی دی.

د برتانوي رسنیو د راپور سره سم داسي ښکاري چې په دغه سیمه کې یوه موټر په قصدي ډول خلک وهلي وي.

وروستي راپورونه وايي چې د فینسبري پارک سره نیژدې د «اسلامي مرکز» څخه د مسلمانانو د وتلو پر مهال دوه موټرو خلک په قصدي ډول وهلي دي.

د اسلامي مرکز یوه مشر «محمد کسبر» د الجزیرې سره په مرکه کې وویل چې دوی ته مخکې هم د سخت دریځو برتانویانو له لوري ګواښونه شوي وه خو دداسي یوې پيښې ګمان نه کېده.

نوموړي وویل چې په پېښه کې ښکېل موټر دوه دانې وه، درې کسان په کښي ناست وه، چې د هغو څخه یو موټر چلوونکی نیول شوی او پاته دوه نور تښتېدلي دي.

رسنیو تر اوسه د ۱۰ تنو وژل کېدو خبر ورکړی او یو شمېر نور ټپيان شوي دي، خو لا معلومات ابتدائي دي..

پېښه جریان لري…

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په برتانیه کې پرلپسې ورته پيښو وېره خپره کړې ده.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.