مشهور عیسایي کرکټر ( پارنیل) مسلمان شو

.

دجنوبي افریقا مشهور او تېز توپ غورځونکې پارنیل عیسائيت سره مخه ښه وکړه او داسلام مبارک دین یې قبول کړ .نوموړی کرکټر چې ۲۲ کاله عمر لري مطبوعاتو ته ویلی چې دا دنوموړي یوه شخصي پریکړه وه او داچې نوموړی له اسلامي علومو څخه زیات اغېزمن شوي وو له همدې امله یې خپل پخوانی دین پرېښود او اسلام یې د خپل نوی دین په توګه غوره کړ .

نوموړي ویلي چې دده هیله وه چې خپله ۲۲ مه کلیزه دیو مسلمان په توګه ولمانځې . دروژې مبارکې نیولو ته ډیر په تلوسه کې دي .

مشهور کرکټر چې پخوانی نوم یې ( وین ډیلون پارنیل ) وو ، ویلي چې دخپل نوي نوم ( ولید) ایښودلو په اړه پریکړه کوي .

دجنوبی افریقا دکرکټ لوبډلې منیجر محمدموسی جی په دنوموړي داسلام راوړلو خبره تائید کړې او ویلې یې دې چې نوموړي لا له

مخکې څخه داسلامي اصولو درناوي درلود او IPL لوبو په دوران کې دشرابو څکه هم نده کړې .

دیادونې وړ ده چې پارنیل دوهم عیسایې مذهبه کرکټر دي چې اسلام قبولوي . تر ده مخکې دپاکستان دملي ټیم لوبغاړي محمد یوسف هم له عیسائیت نه لاس په سر شوی او مسلمان شوی وو.

عــــــابر مســــــــافر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.