افغانستان

کابل حکومت هم د مولوي عبدالرقیب وژنه غندلې ده

نن ټکی آسیا: افغان حکومت د طالبانو د شهیدانو او مهاجرینو چارو د پخواني وزیر مولوي عبدالرقیب وژنه غندلې ده او دا یې د سولې له پروسې سره تړلې پېښه بللې.
ښاغلی عبدالرقیب تخاري پرون (دوشنبه) پېښور کې د ناڅرګندو وسلوالو په ډزو ووژل شو او د طالبانو رهبري شورا یې وژنه په کلکه وغندله.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي رويټر خبري اژانس ته ویلي، چې مولوي عبدالرقیب په افغانستان کې د سولې ملاتړی و او زیاته کړې یې ده، چې نوموړي د سولې عالي شورا هم د سولې په پروسه کې همغږی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x