نظــر

وږى ملت، ماړه چارواکي!!!

وايي ظاهر شاه ته چا د ملت دلوږې ويلي و، هغه ورته کيسه کړې وه،چې: يو چا به چرګې ساتلې هر وخت به يې چې چرګې ځان ته راغوښتې نه به ورته راتلې، خو کله به يې چې څو ورځې پرې دانه بنده کړه، نو چې يو ځل به يې ورته بې بې وويل، چرګو به منډې ور وهلې.نو تر څو چې دا ملت وږ ى ونه ساتل شي،تر هغو په دولت کې چورت هم نه وهي، ديو دولت لپاره د ملت وږي ساتل مهم دي.

کېداى شي د کرزي بلواکه رژيم او پکې ناستو ريبوټونو به همدا خبره په غوږ کې نيولې وي،چې بايد ولس وږى وساتل شي،چې دوى دخپلو ګېډو په ډکولو او موږ د دوى په چورولو بوخت اوسو. د کرزي په دې بلواکه رژيم کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د فقر او لوږې نادرې ناولدې خپرې شوي، آن د زامنود خرڅلاو خبره لا خپره شوه، مګر پر دې سربېره په رژيم کې ناستو ريبوټونو پرې غوږونه ونه ګرول. کېداى شي دا هم د دوى د يو اصل وي چې د ملت يوه برخه بايد د خپلو اولادونوپه پېر او پلور بوخته اوسي، بله دې يې زموږ غوندې په ګيلو کولو، بله دې يې د دوى د چاپلواسانو په څېر د دوى د مدحې کولو په چارو بوخت اوسي، تر څو پکې د دوى نادرې ناولدې څوک يادې هم نه کړي.

سړى حيران پر دې شي چې دا بې سترګو رژيم به په کوم جنايت خوله پټه کړي؟؟؟

د ارګ ترڅنګ خلک له لوږې مري، د ښه ليکوال دادمحمد ناوک فيسبوکي تبصره مې بېخې نه هېرېږي چې پکې ويلي و، چې ګل اغا شيرزي په يوه ناسته کې حيات ګرديزي او د دوى ډلې ته دوه لکه افغانۍ نغدې د سټېج پر سر ورکړي، او چې کله د باندې راووتم، يوې خيرنې ماشومې په پښو کې لاسونه راوګرځو او دوه روپۍ يې غوښتې!!!

رښتيا هم زموږ چارواکو دهمدې ملت پر پيسو او دهمدې ملت پر نامه هغه څه وکړل چې تاريخ به يې په ليکلو شرمېږي.

ځينې دولتي کوانجوړه خواره ټول هېواد، کانونه او پيسې يې د دولت شخصي ملکيت بولي او دوى کله کله داسې ادعا هم کوي، چې څوک له دې دولت سره حداقل فکري اختلاف لري، ولې په افغانستان کې اوسي او ولې له دې امکاناتو ګټه اخلي؟؟

په داسې حال کې چې دا پوښتنې بايد له همدې ذليلو چارواکو وشي، چې د افغان ولس پرنامه يې له ټولې نړۍ قرضونه وکړل خو مصرف يې بيا پر ډمانو او هلکانو کړل!!!

د افغان ولس د ذلالت په دې ټوله دوولس کلنه پروژه کې تر ټولو ډېر تاوان پښتنو ليدلى دى، چې په د طالب او مسلمان پر نامه له ټولو حقه حقوقو بې برخې شوى دى، او آن احسان لاهم د دې دولت  ورباندې وي، چې په افغانستان کې د اوسېدو حق يې ورکړى. په داسې حال کې چې همدې دولت پښتون وژنه، او پښتون پلورنه د پيسو ګټلو يوه بله پروژه ده، دغه اوس چې هم کله کرزى يا يې ورسره د نايټ کلبونو لنډه غر لوږه احساس کړي، په کلو بانډو کې يو ساده کليوال پښتون راونيسي نوم پرې داسامه سکه دتره زوى کېږدي، او بيا يې نو په بېرته خوشي کولو د بندي کورنۍ او خپلوان دلکونو افغانيو غم کوي. ښايي دا هم د دوى د بابا دخبرې عملي شکل وي،چې لوږه، فقر او بېچاره ګې يواځې په پښتنو مېشتو سيمو کې ده.
مګر پر دې سربېره د د دې لنډه غر نظام پښې نه دي ټينګې شوې، که څه هم لا دملت بچيان د دوى دموټر د ټايرونو په چکړو کې پټ دي، خو همدې مظلوم ولس، لوږه او فقر منلى دى، خو خپل عزت، غيرت او دين خرڅولو ته نه دي تيار!!!

نو د کرزي ډلګۍ دې د خپل بابا خبره په جېب ومنډې ځکه چې افغان ولس کله هم پر خپل ناموس سودا نه ده کړې، او هغه چې کوي يې دهغو هغه د حمزه بابا خبره وينه سوچه نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x