خپل ځانته د درنښت لپاره شل زرین قوانین

ژباړن : عطا محمد میاخېل

لومړی قانون :

که فکر کوې، چې ناسم کار دی، نو مه یې ترسره کوه .

دویم قانون :

په خبرو کې په بشپړه توګه هغه څه ووایه، کوم چې د ویلو هوډ یې لرې .

درېیم قانون :

هېڅ وخت داسې ژوند مه کوه، چې هڅه وکړې، ټول له ځانه خوښ او راضي وساتې . هېڅکله نه .

څلورم قانون :

هڅه وکړه، چې هره ورځ زده کړه وکړې او له زده کولو څخه لاس وانخلې .

پنځم قانون :

له نورو سره په خبرو اترو کې، هېڅکله د ځان په اړه بدې خبرې مه کوه .

شپږم قانون :

هېڅکله خپلو خوبونو ته د رسېدلو له پاره، له هڅې او کوښښ څخه لاس مه اخله .

اووم قانون :

هڅه وکړه، چې په ډېرې آرامۍ سره نه ووایې، له نه ویلو څخه وېره مه لره .

اتم قانون :

له هو ویلو څخه هم مه وېرېږه .

نهم قانون :

په ځان باندې مهربان واوسه .

لسم قانون :

که چېرې کوم څه نه شې کنټرولولای، نو په خپل حال یې پرېږده .

یوولسم قانون :

هڅه وکړه، چې له منفي پېښو او حالاتو څخه لرې شې .

دوولسم قانون :

د نورو د خوښۍ او خوشالۍ له پاره هغه کار مه ترسره کوه، چې نه دې خوښېږي .

دیارلسم قانون :

هڅه وکړه، چې بښنه وکړې، خو هېروه یې مه .

څوارلسم قانون :

په هېڅ حالت کې مقابل لوري ته دې خپله سطحه مه را ټیټوه .

پنځلسم قانون :

کومه خبره دې چې نه خوښېږي، مه یې تائیدوه .

 

شپاړسم قانون :

په هغو کسانو مهرباني وکړه، چې وړتیا یې ولري، ستا مهرباني ستا دنده ونه ګڼي او منندوی واوسي .

اوولسم قانون :

له هغه چاسره مه کېنه، کوم چې ترې کرکه لرې .

اتلسم قانون :

په زده کړه ورکولو کې بښونکی واوسه .

نولسم قانون :

له چا څخه چې خپه یې، نو د خپل خپګان دلیل ورته ووایه او د بښنې غوښتلو تمه ولره .

شلم قانون :

مینه وکړه، مینه ژوند ته د هیله من کېدو سبب ګرځي .



یوه تبصره

  1. پورتنی قوانین د دموکراسی قوانین او د روم او یونان د ملحدینو ( سقراط، ارسطو، افلاطون، مارکس او داروین له الحادی نظریاتو څخه دی د دموکراسی او اسلام حلال او حرام سره سرچپه دی، او بیا دغه ګډو وډو ته د قانون نوم ورکول شوی ؟ تاسی دغه مادی د پورته مادو سره پرتله کړۍ چه کومی سمی او کومی ناسمی دی .

    لمړی : د هر چا پوهه په یوه کچه نه ده ، د کولو او نه کولو د پاره قران ته مراجعه په کار ده.
    دوهم: په خبرو کی به خامخا هغه څه وایی ، چه هوډ یی لری ( څوک چه څه وایی هغه خامخا وایی !!!!!!!!!!!!!)
    دریم : هڅه مه کوه چه ټول له ځانه راضی وساتی ؟؟؟ ممکنه خوشالول انسانی او اسلامی دنده ده.
    څلورم : د ټولو اړینو کارو د پاره تقسیم اوقات او متناسب وختونه ولره .
    پنځم : څوک هم د نورو سره د ځان په اړه بدی خبری نه کوی مګر هغه چه عصبی ستونزی ولری.
    شپږم: بد خوبونه هم شتون لری ، ځینی خوبونه بی ماهیته هم وی، ووایاست چه شی کړنی مه پریږدۍ
    اووم: ( هو ) او ( نه )د هری موضع د ګټو او ماهیت پوری اړه لری چه کله د ( هو ) او کله د ( نه ) اړه ده .
    اتم : شبږمه او اوومه ماده یو حکم لری.
    نهم : په نورو هم مهربان اوسه، حریص خلک یواځی په ځانو مهربانه وی
    لسم : په نیکو کړنو کی له نورو مرسته او نظر وغواړه. له بدو ځان وژغوره ..
    یولسم : هر څوک وایی چه ښه کوه او بد مه کوه .
    دوولسم: د نورو خوشی که په نیکو کړنو کی وی ښه ده باید ترسره شی
    دیارلسم: د بخښنی وړ کړنو کی بخښنه او له بخښنی وروسته یی ورته ورته مه یادوۍ .
    څوارلسم: عاجزی کول د لوړتیا او پیاوړتیا برخه او وسیله ده د پوهانو او متقیاتو کار دی.
    پنځلسم : تل یکی خبری او کړنی تاییدوه ( ستا دخوښی وی که نه وی )
    شباړسم : په هر چا مهربانی وکړه چه د مهربانی وړتیا ولری مهمه نه ده چه مقابل اړخ څه ارزونه لری.
    اوولسم : له خلکو کرکه مه لره، د کرکو وړ کړنو یی کرکه ولره ، او د جاهلانو سره مه کینه
    اتلسم: د زده کړی په راکړه ورکړه کی حریص اوسه.
    نورلسم : که له چا خوابدی شوی، د الله ج د رضا د پاره یی وبخښه د مننی هیله تری مه لره.
    شلم : رښتینی مینه د الله ج د رضا د پاره او انسانی ځانګړتیا حقیقی مینه ده زړه د مینی کور دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.