افغانستان

مژده: معتصم اغاجان د طالبانو د شورا غړی نه دی

د سياسي چارو يو شمېر شنونکي او طالبانو ته نژدې کسان وايي چې د معتصم اغاجان په مشري يو شمېر کسانو افغان حکومت سره د سولې خبرو ته تياری ښودلی، چې د وسلوالو طالبانو غړي نه دي.
د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده چې، د رسنيو له قوله طالبانو ته نژدې سړی ګڼل کیږي، وايي چې معتصم اغاجان افغان حکومت له کراچۍ کابل ته د درملنې لپاره راوړ او له دې ځايه يې ترکيې ته وليږلو، له همدې امله اغاجان اوس د هغو طالبانو له ډلې نه دی چې، په افغانستان کې د بهرنيو عسکرو او افغان حکومت پر خلاف جګړه کوي.
د مژده په وينا اغاجان سره له څو ملګرو په دوبۍ کې ناستې او مجلسونه کوي، دا خبرې دا معنا نلري چې د سولې پروسه روانه ده.ملا اغاجان د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي وه چې د طالبانو په استازيتوب غواړي بين الافغاني تفاهم او سولې ته لاره هواره کړي او دا اعلاميه له هغې غونډې وروسته راغله چې په دوبۍ کې تر سره شوې وه.
مژده زياتوي چې، د دغې غونډې په اړه دومره ويلای شي چې ګډونوال يې د وسلوالو طالبانو غړي نه وو. د مژده په وينا طالبانو په ۲۰۱۰ م اعلان وکړ چې، له دې وروسته ملا اغاجان د دوی د ډلې نه دی، ولې اغاجان اوس هم ځان د طالبانو استازی بولي.
مژده وايي چې د طالبانو په نوم د دوبۍ غونډه د کرزي په مشوره شوې وه، تر څو امريکايانو ته وښيي چې، د دوی له مرستې پرته هم کولای شي له خپلو مخالفينو سره خبرې اترې وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x