په ماشومانو کې د تصمیم نیونې د مهارتونو د روزنې دیارلس لارې چارې

ژباړه : عطا محمد میاخېل       

۱ ـــ خپلو ماشومانو ته د غوراوي د بېلابېلو ټاکنو وړاندیز وکړئ، که څه هم دستور ورکول، ښایي آسانه او مدبرانه تر سترګو شي .

۲ ـــ پرېږدئ، خپله تصمیم ونیسي، چې څنګه خپلې ستونزې حل کړي، سره له دې، چې ستاسو له پاره د حل لاره ډېره آسانه ده، چې پرې تحمیل یې کړئ .

۳ ـــ د خوړو په اړه د خپلو ماشومانو نظر وغواړئ، اجازه ورکړئ، چې د مېوې اوبه او خواړه په خپله وټاکي، په دې شرط چې ګټور او مغذي خواړه وټاکي .

۴ ـــ د جامو اغوستنې په اړه تصمیم نیونه یې په خپله غاړه ور واچوئ، یانې د خپلو ټولو جامو د ټاکلو مسوؤلیت ور وسپارئ .

۵ ـــ په اوونۍ کې څو ساعتونه ټلویزیون په واک کې ورکړئ او له هغه څخه وغواړئ د هغو شبکو د لیدلو له پاره چې د نندارې حق یې لري پروګرام جوړ کړي او د هغو له منځ څخه  یې وټاکي .

۶ ـــ پرېږدئ، چې خپله د خپلې کوټې په نظم او ترتیب کې تصمیم ونیسي . ( همداسې نوره فضا چې خپل واک کې یې لري ) .

۷ ـــ مخکې تر دې، چې په سختې او ستونزمنې دندې او مهارت پسې لاړشئ، له خپل ماشوم څخه وغواړئ آیا اړینه ده، چې پخوانی مهارت لا زیات تمرین کړي ؟

۸ ـــ د خپلو دندو د ترسره کولو د ترتیب په اړه یې مسوؤلیت په خپله غاړه ور واچوئ .

۹ ـــ له هغه څخه وغواړئ، څرګنده کړي، چې د نوي مسوؤلیت د منلو له پاره اړین چمتووالی لري .

۱۰ ـــ د ژوند د برخو مسوؤلیت یې په خپله غاړه ور واچوئ، کومې وسیلې ته چې اړتیا لري، باید خپله یې په خپل بکس کې پیدا کړي، یا هغې وسیلې ته چې په سباني صنف کې ورته اړتیا لري په خپل بکس کې یې کېږدي .

۱۱ ـــ مرسته ورسره وکړئ، چې ستونزو سره د مخامخ کېدو پرمهال، د حل بېلابېلې لارې وپېژني او له بېلابېلو ټاکنو څخه لاس ته راغلې پایلې بررسي کړي .

۱۲ ـــ له هغه څخه وغواړئ، تر څو ستونزې د خپلې تګلارې پرمټ حل کړي .

۱۳ ـــ پرېږدئ، چې بېکاره او کمزورې ټاکنې وټاکي ( البته په هغه صورت کې چې خطر ورته ونه لري )  .

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.