د اولادونو لپاره د والدینو بېلګه اوسېدل

ژباړه : عطا محمد میاخېل

ماشومان له خپلو والدینو څخه تقلید کوي او سره له دې چې مور او پلار هڅه کوي، هغوی ته ښه چلندونه ور زده کړي، خو اولادونه، د والدینو له چال چلند څخه تقلید کوي .

دلته د اولادونو د روزنې او اساساً د دې موضوع په اړه، چې غواړو څنګه والدین واوسو، خبره را منځته کېږي یا په بل عبارت موږ د مور او پلار په توګه په خپلو اولادونو باندې څه اغېزې ښندو او هغوی ته کوم درسونه ور زده کوو .

هغه څه چې ماشومان په لومړي لید کې یې له خپلو والدینو څخه زده کوي، یوازې چلند او عمومي حالات نه دي، بلکې په ژوره مانا، هغوی ارزښتونه، درکونه، تعصبونه، نړۍ ته د مثبت لید لارې چارې او له ژوند سره د چلند څرنګوالی، له خپل مور او پلار څخه زده کوي او په حقیقت کې ماشومان د نورو په پرتله ډېر زیات د خپل مور او پلار  تر اغېزې لاندې راځي .

کمزورې بېلګه مه اوسئ  :

په ټولنیزو او شخصي رسنیو کې هغه شخص د بېلګې په توګه نیول کېږي، چې د شهرت او بریالیتوب په خاطر یې د نورو د ستاینې، تقلید او درنښت وړ ګرځي . د نمونې او بېلګه اوسېدلو مفهوم د ورزش، فلم او موسیقۍ ستورو له پاره په پام کې نیول کېږي، خو د بېلګې او نمونې اصطلاح په ارواپوهنه کې پراخه مانا لري او په حقیقت کې هغه څوک بېلګه او نمونه ګڼل کېږي، چې نور له هغه څخه د زده کړې او تقلید په لټه کې دي او خوښېږي یې، چې د هغه په څېر واوسي .

 

والدین طبیعي بېلګې دي :

   والدین د خپلو اولادونو د ژوند یوه برخه تشکیلوي او تل د هغوی له پاره بېلګه ګڼل کېږي، له خپلو والدینو څخه د ماشومانو تقلید، ټاکنیز امر نه دی، ځکه د انسان ماهیت داسې دی، چې په طبیعي توګه په همدې لوري ګام پورته کوي . مور او پلار کولای شي په خپلو اولادونو باندې هم مثبتي او هم منفي اغېزې وښندي او دا اغېزې تر یوه بریده له اولادونو سره د والدینو په وینیزې اړیکې پورې تړاو لري، خو په هر حال اړیکې یوازې کلامي نه دي، نو په دې کړنه کې عاطفي اړیکې هم اغېز لري . کولای شو ووایو، چې تقلید او د هویت ټاکنه په بشپړه توګه په طبیعي ډول را منځته کېږي، پرته له دې چې ماشوم یا والدین وار له مخه د هغې له پاره کومه طرحه یا پروګرام جوړ کړي .

ماشومان نړۍ ته د لید پېچلې تګلارې او ارزښتونه، له خپلو والدینو سره د اړیکې له لارې زده کوي او والدین هېڅکله نه شي کولای، چې  په مستقیمه توګه دا ارزښتونه ورزده کړي او ماشوم ته دا ور وښایي، چې په کومو ارزښتونو باندې باور وکړي او په کومو باندې یې ونه کړي .

لکه څنګه چې ډاکټر هیم جینوټ له اولادونو سره د والدینو اړیکه تر نامه لاندې کتاب کې لیکي : ارزښتونه د ماشومانو د هویت له لارې را منځته کېږي او د هغوی د وجود یوه برخه تشکیلوي او دا ارزښتیزه بېلګه د کلونو په تېرېدو او دغه راز د کورنۍ او ټولنې له افرادو سره د ژوند په تېرېدو بشپړېږي .

که چېرې والدین په خپلو ماشومانو کې د ځانګړو چلندونو او ارزښتونو د ثبات غوښتونکي دي، باید پوه شي، چې عملي چلند د خبرو په پرتله ډېره زیاته اغېزه کوي، نو له همدې امله ماشومان باید په داسې ډول وروزل شي، چې له سم چلند څخه بېلګه واخلي او د ژوند په اوږدو کې ترې ګټه واخلي .

 

له والدینو څخه د بېلګې منلو رول د وخت په تېرېدو بدلون کوي :

له والدینو څخه د ماشومانو د بېلګې منلو کچه، د هغوی د ودې او بلوغ په درجې پورې تړاو لري، کله چې اولادونه په ټیټ عمر کې دي، تل خپل والدین اتلان په پام کې نیسي او داسې تصور کوي، چې هغوی کولای شي هر کار ترسره کړي او پرې پوه دي، خو دا ډول فکر د تل له پاره نه پاتې کېږي .

د تنکۍ ځوانۍ له عمر څخه مخکې، اولادونه خپل والدین یوازې د هغه انسان په بڼه ویني، چې د ډېرو مثبتو او منفي ټکو لرونکي دي او په حقیقت کې، ماشومان په دې عمر کې خپل مور او پلار د بشپړ عقل لرونکي کسان په پام کې نیسي او د هغوی نیمګړتیاوې هم په سترګو ویني، خو په پای کې د مینې، لېوالتیا او همکارۍ حس په هغو کې څرګندوي .

د تنکۍ ځوانۍ په عمر کې، چې اولادونه له خپل هویت او خپلواکۍ سره آشنا کېږي، له دې څخه ډېر چې وغواړي له والدینو څخه تقلید وکړي، زغمي یې، په دې عمر کې د اوو او  لسو تېرو کلونو په څېر فکر نه کوي او خپلو والدینو ته په بل ډول ګوري . د ماشومانو له نظره والدین نور د تېرو څو کلونو پوه او عاقل کسان نه دي، بلکې ظالم مور او پلار دي، چې د دوی د خپلواکۍ او آزادۍ حس له پاره ګواښ ګڼل کېږي او همدا فکر دې ته زمینه برابروي، چې په دې دوران کې بې اتفاقي، جرو بحث او شخړې را منځته شي . اولادونه له تنکۍ ځوانۍ څخه وروسته یو ځل بیا خپلو والدینو ته مثبت لید پیدا کوي او د هغوی له زیار او زحمتونو څخه ډېره زیاته مننه کوي .

جوړونکې او مثبته بېلګه :

ښه والدین پرته له شکه مثبتې او جوړونکې بېلګې دي، خو آیا دا موضوع په دې مانا ده، چې والدین تل کارونه په سمه توګه ترسره کوي او هر څه چې وایي رښتیا دي ؟ د دې پوښتنې ځواب منفي دی . انسان په داسې ډول را منځته شوی، چې له نیمګړتیاوو او تېروتنو څخه تش نه دی، مګر په هر صورت په هغه کې ځانګړي او بنسټیز خصوصیات ایښودل شوي دي، چې د بېلګې یا نمونې په توګه په پام کې ونیول شي . دلته د دې ځانګړتیاوو له نمونو څخه په لنډه توګه یادونه کوو :

انسان اوسېدل

رښتینی اوسېدل

مسؤولیت منونکی اوسېدل

مهربان اوسېدل

بده بېلګه :

څه څیز د دې سبب ګرځي، چې د خپلو اولادونو له پاره جوړونکې بېلګه ونه اوسو ؟ د والدینو کړنې او د هغوی لیدنې، د بېلګې رول او د هغوی زغم څرګندوي . د دې جملې ویل، چې زما په څېر کړنې مه ترسره کوه او زما په خبرو عمل وکړه، تریخ حقیقت دی، چې ډېری والدین یې خپل اولادونو ته وایي . په حقیقت کې هغوی تمه لري، چې اولادونه د د والدینو له کړنو څخه توپیري کړنې ترسره کړي، چې دا ډول پېښه به هېڅکله را منځته نه شي .  د بېلګې په توګه : ماشومان خپل والدین، چې په الکولو او مخدره توکي روږدي شوي دي، بېلګه نیسي، حقیقت داده، چې د دې جملې ویل، چې دا کار سم نه دی، مه یې ترسره کوه، له اولادونو سره به هېڅ مرسته ونه کړي، چې له هغه عمل څخه ډډه وکړي .

په حقیقت کې والدین باید د خپلو نا سمو چلندونو د سمون په لاره کې ګام پورته کړي، ترڅو اولادونه هغه بېلګه ونه نیسي . والدین هغه مهال د خپلو اولادونه له پاره بده بېلګه دي، چې د بېلګې په توګه، ونه شي کولای، خپله غوسه کنټرول کړي، خو له خپل اولاد څخه دا تمه لري، چې په خپله غوسه باندې واکمن شي او یا له خپل اولاد څخه غواړي، چې د مور او پلار کړنې له یو بل څخه پټې کړي او د مثال په توګه : مور ته ونه وایي، چې پلار ګلدانۍ ماته کړه .

د مور او پلار دا چلند د دې سبب ګرځي، چې په ماشوم کې د رښتیني اوسېدو حس کمزوری شي او خپله د دې مسئلې ښکارندویي کوي، چې دا ډول والدین د خپلو اولادونو له پاره ښه بېلګه نه شي اوسېدای، لنډه په دې، که چېرې تاسو ونه غواړئ، چې اولادونه مو کوم ناسم کار ترسره کړي، نو په پیل کې خپله د هغې کړنې له ترسره کولو څخه ډډه وکړئ.

 

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.