حاجي اغا محمد فضلي

د چخانسور ولسوال ووژل سو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوال نن سهار د نامعلومه وسلوالو په ناڅاپي برید کې وژل سوی دی.

د نیمروز د والي ویاند احمد عرب رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې د چخانسور ولسوال اغا محمد فضلي نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې (دوشنبه، غبرګولي ۲۹) په زرنج ولسوالۍ کې نامعلومه موټرسایکل سپرو بریدګرو وژلی دی.

په پېښه کې نورو کسانو ته د مرګ-ژوبلي اوښتو په اړه راپور نه دی ورکړل سوی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي پړه پر غاړه اخیستي، احمدي پرخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د چخانسور ولسوال حاجي اغامحمد فضلي نن سهار د زرنج ښار د کاکړانو پر چوک ددوی د وسله والو په برید کې وژل سوی دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.