پښــــتو ادب

زموږناسم تعبیرونه

تېره اوونۍ په جلالکوټ ادبي خوځښت کې د جلال جمال (هغه!)ترسرلیک لاندې  یوه ادبي ټوته کره کتنې ته وړاندې شوې وه.

ملګروپرې بېلابېل نظرونه ورکول،ځینویې ادبي ټوته وستایله،خوځینوپرې وړاندیزونه او نیوکې هم وکړې.

په ادبي ټوته کې ښکلاستایل شوې وه،دهغه معشوقه دحورې سره تشبه شوې وه.

ادبي ټوته په دې توروپیل شوې وه.

((سهارو،شبنم پرګلابونوخوله لګولې وه،اودښکلاڅښتن طبیعت دپسرلي پرښایستونولړلی و.))

زه یې د ښکلاڅښتن سره جوړنه وم،ځکه الله تعالی یودی،هغه ښکلاهم پیداکړې،اوبدرنګي هم.

ماوروته وړاندیزوکړ،چې باید داسې شي،(الله تعالی طبیعت دپسرلي پرښایستونولړلی و.)

نه یې په ماناکې کوم تغیر راځي اونه یې جمله خرابیږي،

ځکه الله ج په قران مجید کې فرمایي((لوکان فیهماالهه الله لفسدتاً)که چېرې وای په ځمکه او اسمانونوکې دوه خدایان نودځمکې نظام به خراب شوی وای)

اوبل دادیونانیانوعقیده وه،چې هغوی هرشي ته یو رب النوع درلود،یو لیکوال ته نه ښایي،چې داسې توري په خپله لیکنه کې راوړي،چې هغه پرې په ناخبرۍ کې کفرته ووځي.

ځینوګډونوالوسخت غبرګون وښود،چې ادبیات بېل شی دی اوعقیده بېل،په هرشي کې باید دین رامخکې نه کړو.

یوخووویل،چې ماپه یوځای کې لوستي و،چې الله تعالی ښکلی دی اوښکلاخوښوي.

نوکه یوشاعریالیکوال ښکلاستایي،څه پروانه کوي.ځکه الله تعالی ښکلاخوښوي.

ددې خبرې په اوریدوسخت خپه شوم،ځکه داحدیث شریف چې (انا الله جمیل یحب الجمال)

الله تعالی ښکلی دی اوښکلاخوښوي،ددې مطلب دانه دی،چې الله تعالی ته بدرنګ خلک نه دي خوښ،داپه عقیده کې ښکلي ته وایي،یعني په باطن اوظاهرکې،یوکس به دېرښکلی وي،خوهغه به دالله تعالی داوامرو نه سرغړونه کوي،هغه به کافر،مشرک،زندیق،مجوسي،عیسوي،یهودي،هندو،سکهــ اودنوروباطلوعقیدوپیروي به کوي.نودابه څنګه الله ته ښکلی شي.که څوک لږدا خبره هوس ته بوځي،اویایې په سوچ کې هم دا راشي،هغه کس کفرخواته نږدې،څه چې کافرکېږي.

حضرت بلال(رض)خو حبشي و،خوهغه دالله دنازولي پېغمبرحضرت محمد(ص)سره څومره مینه وه،په شګوکې به یې څملو،خوبیا یې هم داسلام دمبارک دین څخه تېرنه شو.

نوڅوک به الله تعالی ته نږدې وي؟حضرت بلال(رض)که دهغه وخت ابوجهل،ابوطالب اوعبدالله بن سبا؟

بل موږمسلمانان یو،هرڅه باید د اسلام نه قرباني کړو،نه اسلام د بل څه نه قرباني کړو.

شعراولیکنه باید اسلام په چوکاټ کې وشي،اودا به ډېراحمقتوب وي،چې څوک ووایي،اسلام بېل او ادبیات بېل شی دی.دا نظریه دسېکولرانو وه،چې دین او سیاست یې سره جلا کول غوښتل،چې تراوسه دانظریه زموږ په ‌ذهنونوکې راپاتې ده،که په هرڅه کې داسلام نوم واخلي،نود زاړه فکرخاوند نوم درباندې ږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x