د وضعي قانون مقارنه د اسلام سره په جنایي برخه کې

محمد اکبر سایل

موږ او تاسو پوهیږو چې اسلام یو شعار نه دی. او نه هم د نورو ادیانو په شان یواځې تر روح او عباداتو پورې قاصر دی. بلکی اسلام د ژوند کولو یو کامل او پوره تنظیم کوونکی قانون دی ، چې د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دی. او مسلمانان په دې مکلف دي چې د ژوند په ټولو برخو کې ېې عملي کړي.

خو د څه مودې را په دې خوا نظامي او فکري استعمارونو داسې وضعي قوانین تیت او نشر کړل چې اوس د مسلمانانو هم دا هیر شول چې موږ یو قانون لرو. او ډیرو مسلمانانو د اسلام حقیقي معنی له درک او فهم و باسله. او یوه داسې وضعه رامنځ ته شوه چې مسلمانان یې تر دې راورسول چې اوس مسلمانان مؤلفین په کتابونو کې په ښه جرئت دا لیکي چې اسلام د جنایي قانون لپاره مصدر نه شي کیدای. په داسې حال کې چې که اسلام ته و ګورو نو نه یواځې چې شرعي مصادر د تجریم اساسي مصادر بولي. بلکې د دې مصادرو سره د نورو قوانینو هیڅ ډول اختلاط هم نه مني. او هیڅ چا ته دا اجازه نه ورکوي چې یو فعل جرم یا مباح کړي.

او د عملی اړخه چی ګورو ډیر مسلمانان سره له دې چې مسلمان به هم وي ولې د اسلامي حد جاري کول به نشي زغملی . او چې وویني چې حد جاري کیږي بیا وایي چې دا څه وحشت دی. خو بندي دې ېې کړي وهي یی ولې. یا وژني یی ولې. ځکه دوی یوازې ظاهري حال ته ګوري. او عواقبو ته یی فکر نه رسیږي . او دا فکر نه کوي چې اسلامي قانون نسبت وضعي قانون ته څومره په دقیق او حکیمانه ډول ترتیب شوی.

غواړم چی په ډیر مختصر ډول یو څو نمونې د اسلامي قانون د ځانګرتیاوو او د وضعي قانون د نقص وړاندې کړم.

اول : اسلام په عین حال کې دوه ډوله جزاګانې لري. یو هغه جزاګانې دي. چې په هغه مصالحو پورې تړلي دي چې هغه هیڅ وخت او ځای کې تغیر نه کوي. او هم دا ډول نوموړې جزګانې هم د تغیر قابلیت نه لري. لکه حدود.

دوهم هغه جزاګانی دي چې د ځای ، وخت ، او تطور سره د تغیر وړ دي. لکه تعزیر. په داسې حال کې چې د وضعي قانون
جزاګانې د متعددو معیارونو په تکیه د هرې ډلې د خواهشاتو مطابق د تغیر او تبدیل وړ دی.

دوهم : د وضعي قانون پوهان تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د بند (سالبة للحریة) جزا په داسې ډول تطبیق کړي. چی پرې مرتب بد تاثیرات ېې له منځه یوسي. سره له دې چې په نوموړي قوانینو کې یوه اساسي جزا ده. په داسی حال کې چې اسلام دې جزا ته اساسي جزا نه ده ویلې . بلکې په ډيرو کمو مواردو کې د ضرورته وړ ثانوي جزا بللي .

دریم : په وضعي قانون کې مساوات د خلکو تر منځ په دقیق ډول په نظر کې نه دي نیول شوي. ځکه داسې ډیر خلک شته چې په جرم کولو دا قانون جزا نه ورکوي په مختلفو اعتبارونو. لکه ریس جمهور سفرا او قناصل ….الخ

په داسې حال کې چې اسلامي قانون کې زموږ اخري باب په دې نوم دی – څنګه حاکم له ځانه قصاص اخلی- او د دې باب په لومړيو کرښو کې ېې د بشریت د لارښود دا حدیث را نقل کړی چې په یوه واقعه کې په بیروبار کې د ده مبارک څخه یو کس په فرجون – چی د کالیو پاکوولو یوه اله ده – ولږیده او هغه چیغه وکړه. رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وویل چې یا قصاص رانه واخله یا عفوه راته وکړه.

څلورم : د جزا د پلي کولو یو اساسي هدف د عدالت تحقق دی. چې دا په وضعي قانون کې په دقیق ډول نه را منځ ته کیږي. لکه د یو کس په مجروح کولو بندي کول. په داسی حال کې چې په اسلام کې موږ د قصاص تعریف داسی کوو : چې په مجرم هغه څه وکړي چې ده په مجنی علیه کړي. او دا شاید د عدالت هغه لوړه څوکه او نهایي حد وي.

لنډه به ېې ووایم چې د وضعي قانون نواقض له حصره وتلي. او بالعکس اسلامي قانون له شمیر وتلي ځانګړتیاوې لري. تر ټولو لویه ځانګړتیا ېې داده چې د الله جل جلاله لخوا راغلی دی. چې مسلمان نه يواځې پرې عمل کوي بلکې نفس یی هم ورته د احترام قایل دی .

په دې هیله چې په اسلامي نړی کې دا د عدل قانون پلي او مسلمانان تر دې قانون لاندې د سعادت ډک ژوند ولري.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.