راځئ چې فکر وکړو …..

محمد نذير ذبيح

کله چې مونږ ماشومان وو زمونږ نېکونه او پلرونه په دنیا کې وو هغه اوس چېرته دي؟؟

کله چې زموږ د دورې ماشومان زموږ عمر ته را رسیږې مونږ به هغه وخت چېرته وو؟؟

راځئ چې لږ نور فکر وکړو ….

کله چې مونږ له دنیا نه سترګې پټې کړو ډېر خلک به مو جنازې ته راشي .. ډېر خلک به وي چې زمونږ په جدایی به خفه وي او محدود خلک به وي چې د زړه له درده به په مونږ پسې اوښکې تویوي …

د جنازې وخت به مو را نېږدې شي ځینې خلک به بیا بیا خپل ساعت ته ګوري چې یره وخت پوره دی جنازه ولې نه کیږي؟؟ مانا دا چې زر ورڅخه خلاص شو ..

په همدې وخت کې به ځینې خلک وي چې له یو بل سره روغبړ کوي مسکي کیږي به .. ځینې به په همدې وخت کې له یو بل نه د هغه د کار بار او تجارت او وظیفې پوښتنه هم کوي … مونږ به د جنازې په کټ پراته وو او سختې مرحلې به مو په مخه کې وي خو په خوا کې خلک به مو له یو بل سره خبرې کوي هغه کسان چې ډېر وخت یې نه وو سره لیدلی زمونږ جنازه به یې د لیدلو لپاره یوه بهانه شوې وي …

ډېر خلک به وي چې زمونږ جنازې ته به ددې امله راغلي وي چې زمونږ خپلوان ورڅخه خفه نه شي چې ته زما د ورور یا پلار یا زوی جنازې ته ولې نه وې راغلی …

جنازه به تیاره شي …

جنازه به وشي او یو څه کسان به د زړه په زور دېته تیار شي چې زمونږ د کټ سره قبر ته هم لاړ شي پاتې نور به بهانه جوړه او زمونږ له خپلوانو څخه به د تلو اجازه وغواړي څادر به څنډ وهي او په خپله مخه به روان شي …

یو څه کسان به له مونږ سره لاړ شي مونږ به دفن کړي او خالي کټ او نور سامان به له ځان سره را واخلي ځینې به یې د ستړیا شکایت کوي ، ځینې به زمونږ ځانکدن او مرګ یادوي ، ځینې به زمونږ د خپلوانو غم یادوي چې ډېر غم جن وو …

پدې ورځ به زمونږ یاد ډېر کیږي چې څوک هم چېرته له چا سره مخامخ کیږي چېرته تللی وې؟ نو ورته به ویل کیږي چې یره د فلاني کلي فلانی صاحب په حق رسېدلی وو جنازې ته یې ورغلی وم …

نور به نو خلک بېرته په خپلو کارونو کې مصروف شي څوک به خپل دکان ته ورسیږي ، څوک به خپل دفتر ته لاړ شي او په عادی توګه خپل ژوند به شروع کړي …

په کور کې به څه خلک دردمن وي ، چا ته به خوراک مزه نه ورکوي ، چاته به خوب نه ورځي ، د چا به ژړا نه دریږي ، او چا ته به د بل د ژړا له امله خوب نه ورځي … مشران به کشرانو ته تسلي ورکوي خیر دی دا حال په هرچا راځي فلانی هم مړ شو ، فلانی هم مړشو مونږ ټول مړه کېږو … خو د دردمن زړه اوښکې او سلګې به روانې وي …

په صبا به نوې ورځ راشی او خفګان به دوام کوي خو ژړا ګانې به کمې شي او د ډېرو کمو کسانو په زړه به درد وي خو کله چې څوک پوښتنې ته راځي نو یو څو دقیقې به د غم خاموشي وي بیا به هرڅوک د خپل خوا کې ناست کس سره خپل مجلس شروع کړي البته ما او تا به هم یاد کړي خو ډېر کم …

دعا کوونکي به هم ختم شي صرف د کور نېږدې خلک ، که صالح اولاد پاتې وو د هغوی په دعا کې به زمونږ نوم پاتې وي دا وخت به تېر شي یو څه وخت وروسته به بل نسل ځوانان شي ستا نه پاتې ماشومان به ځوانان شي ودونه به وکوي په واده کې به یې خوشحالیانې وي خلک به داسې تازه وي چې ستا غم به چاته بالکل یاد هم نه وي او پدې توګه به مونږ د یاد له مخې بالکل محو شو…

او یو وخت به راشي چې صرف هغه وخت به یادیږو چې څوک هدیرې ته د کوم بل مرحوم د خښولو لپاره راځي نو وایی به چې دا د فلاني صاحب قبر دی ….

دا وخت به هم تېر شي یو وخت به راشي چې هدیرې ته څوک راځي نوزمونږ قبر ته به لاس نیسي چې دا قبر د چا دی؟ څوک به ورته وایي چې یره نه یې پېژنم کوم زوړ قبر دی …

لکه اوس چې مونږ هدیرې ته ورځو او ډېر داسې قبرونه وینو چې مونږ ته نه وي معلوم چې د چا دی .. په دې هر قبر کې زمونږ
په شان انسانان خښ شوي دي …

هو لوستونکیه همداسې کیږي فکر مه کوه چې که ته مړ شې دا دنیا به په بل مخ واوړي ، بیا به خلک ژوند نه کوي ، بیا به ټول خلک خفه وي … نه … نه ټول خلک به داسې عادي ژوند کوي لکه ته چې هر وخت مړي خښ کړې او بیا هم عادي ژوند کوې …
نو راځئ چې د همدې فکر نه نتیجه واخلو او داسې عملونه وکوو چې که د دنیا خلک مو هېر کړي خو په قبر کې راسره خپل عملونه مل وي او هغه سفر راته اسانه ، ښکلی ، په زړه پورې کړي …. د روژې د مبارکې میاشتې مبارکې شپې دي پدې وخت کې چې مونږ یو ځل سبحان الله وایو دا به مونږ ته تر هرڅه زیات په کار راشي .. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي چا چې په ورځ کې ۱۰۰ ځله (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِه) وویل الله (جل جلاله) به د هغه ګناهونه وبښي اګر که د سمندر د ځګ په اندازه وي .

او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي : دوې کلمې دي په ژبه باندې سپکې دي ، په تله کې درندې دي الله (جل جلاله) ته ګرانې دي : سُبْحَانَ اللهِ وَ بِحَمْدِه سُبْحَانَ اللهِ العَظِيْمِ



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.