شعـــــرونه

ډالۍ! فیض ځلاند

فیض ځلاند

موږه بې وسه یو هر څه مو په تقدیر تړلي
موږ نا خبرو خپل فکرونه په ځنځیر تړلي

ځمکه پرې تنګه شي له ځایه خوځیدای نه شي څوک
د دهغو خلکو ارادې چا په تدبیر تړلي

پاچا مو پټ له خلکو ګرځي خلک پټ له پاچا
ددې وطن دا حادثې چا په وزیر تړلي

اسمان لمنه کې دې څاڅکې د باران نیولي
ستا نرګسي سترګې یې داسې په تصویر تړلي

ځلانده دلته د هر چا په اوړو کې شګه ښکاري
خلک هر څه کوي ازاد دي خو ضمیر تړلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x