روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت…(اتمه برخه)

احمد الله عاطفي
دروژې څرنګوالي پنځم حکم اعتکاف
اعتکاف د(عَاكِفُونَ) په لغت سره قرآنکریم ذکر کړی، عکوف په لغت کې توجه کول دي،په عامه توګه یوځانګړې شي ته په درنښت سره متوجه کیدل دې .

دشریعت په اصطلاح کې اعتکاف په ځانګړي نیت او شرایطو سره په مسجد کې تم کیدو ته وايې.(قرطبي)

معتکف هغه ته وئيل کیږي چې په ځانګړي توګه دعبادت لپاره دځینو شرایطو په عملي کولو سره په مسجد کې میشت شي.

شرعي (سنت) اعتکاف دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دمبارک عمل، وینا او تقریر نه ثابت دی او دوخت په اړوند ئې درمضان وروستۍ لسیزه کې ثابت دی، او هم صحابه ئې کرامو پرې عمل کړی.

عملي طریقه ئې دادی چې درمضان میاشت په شلمه ورځ له روژه ماتې وړاندې په مسجد کې حضور ولري تر هغه چې دشوال
میاشت ولیدل شي او یا درمضان میاشت پوره شي.

ایمه کرام اتفاق لري چې اعتکاف واجب نه بلکه سنت عمل دی،خو په نذر سره واجبیږي.

درمضان دوروستي لسیزې داعتکاف نه پرته دامام ابوحنیفه، امام شافعي او امام احمد(رحمهم) په قول داعتکاف کمه موده یوه
شیبه او اکثر ئې نه دی تعین شوی.(انوارالقرآن: لمړی جلد)

په اعتکاف کې محدودیتونه

دلمر ډوبیدونه دریښتیني سهار تر راختو دخورا،څښاک او جماع اجازه په عامه توګه وشوه،خوهغه حضرات،چې په اعتکاف کې دکیناستو هوډ لري دهغوي لپاره ځانګړي مقررات وضع شول.

هغه څوک چې دڅیله توب په نیت دځانګړي ثواب او ذکر ترلاسه کولو په موخه درمضان په وروستۍ عشره کې مسجد کې اوسیږي دانساني ضرورت اړینو معذرتونو لامله له مسجده وتلی شي، خودشهواني خوندونو څخه به ځان په کلکه ددي مبارک حکم په بنأ (وَلاَ تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ ) ژغوري.

په ځانګړي توګه هغه میړه او ماندینه مخاطب دي،چې داعتکاف په نیت په مسجد کې میشت وي، دویته حکم دی ،چې خپل
بدن به یو له بل سره په په شهواني ولولو نه لګوئ، دامهمه نه دی چې دواړه په اعتکاف کې وي یا یواځې نارینه معتکف وي او ماندینه ئې لیدو لپاره تشریف راوړی وي.

د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په مبارک عمل، ارشادات او تقریر کې اعتکاف سنت او دروژې په وروستي لسیزه کې دی، په همدې مناسبت الله سبحانه وتعالی دروژې احکامو په وروستي برخه کې داعتکاف ذکر سره داعتکاف اداب او کړنلاره روښانه کړه،چې دروژې په عامو شپو کې دنورو روا کړنو سر بیره جماع هم روا دی ، خو محتاط اوسئ ،چې داعتکاف په حالت کې دجماع ارتکاب ونکړئ، معتکف ته په ورځ او شپه کې جماع حرامه دی بلکه دمباشرت اړوند شهواني اړیکو، لاس وروړل، ښکلول هم منع دي، په همدې اړوند الله سبحانه وتعالی پخپل عظیم کلام کې له حدودو نه دتیري اخطار نه دی ورکړی بلکه فرمائيلي دي:(تِلْكَ حُدُودُ اللّهِ فَلاَ تَقْرَبُوهَا ) چې دې پولو ته نږدې مه ورځئ.

ممنوعه پولې ترڅنګ تلل خطرناک دي ترې ځان لرې ساتئ، نږدې ورتلل ددې ویره قوي کوي چې په لږې اشتباه او سهوې سره دا لیکه عبور کړئ.

دبې پروايې لامله کله هم داعتبار په باور بنده داطاعت او سر کشي په هغه باریکه پوله ودریږې چې کنترول ئې دهر چا دوس کار نه وي او په همدې تر تیب دګناه او ګمراهۍ په لومو کې ګیر شي.

میر منو سره ناسته ولاړه اعتکاف فاسدوي؟!

دجمهور علماوو په قول په معتکف دشهوت په ولولو دجماع انګیزه(ښکلول اولاس ور وړل) حرام دی.

که په دي عمل (ښکلول اولاس ور وړل) سره انزال تر سره شي په اتفاقي قول اعتکاف فاسد او ماتیږي.

د زیاترو ایمه کرامو په نزد ،دماندینې سره دمعتکف په ناسته ولاړه ( شهواني ولولو سره ښکلول اولاس ور وړل) چې انزال صورت ونه نیسي اعتکاف نه ماتیږي، خو حضرت امام مالک(رحمه الله) په مذهب ، د معتکف په شهواني ولولوښکلول اولاس ور وړلو سره که انزال تر سره نه شي بیا هم دمعتکف اعتکاف فاسد اومات دي.

محل داعتکاف

دمعتکف لپاره داعتکاف ځای په قرآنکریم کې په(فِي الْمَسَاجِدِ ) لفظ سره تعین او ښودل شوی.

دشرعي اعتکاف په اړوند دقرآنکریم مبارکه وینا عام دی(نارینه او ښځو لپاره) په دې دلیل،چې اعتکاف به په مسجد کې تر سره کیږي.

امام قرطبي او یو شمیر نور ایمه کرام وايې،چې شرعي اعتکاف له مسجد نه پرته بل ځای کې نه دی صحي .

ابو حیان او یوشمیر نور بزرګان په دي قانع دي چې دښځو لپاره په کورونو کې دلمونځ لپاره کوم ځانګړی ځای مشخص شوی وي هلته کولال شي اعتکاف ته کیني.

حضرت حذیفه او حضرت سعید بن المسیب(رضی الله عنهما) په نزد له درې مسجدونو(مسجد حرام، مسجد نبوي اومسجد اقصی) پرته بل دمسجد کې اعتکاف جائز نه دی.(احسن الکلام)

دحضرت علي او حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنهما)سره یو شمیر تابعینو قول دی: اعتکاف په هر هغه مسجد کې صحي دی چې دجامع مسجد شرایط ئې پوره وي.

حضرت امام ابو حنیفه،حضرت سعید بن جبیر،ابو قلابه حضرت امام مالک ،حضرت امام شافعي ،حضرت ابن عُلیه،حضرت ابن المنذر، امام بخاري او یو شمیر زیات تابعینو او ایمه مجتهدینو(رحمهم الله) رایه د قرآنکریم ددي مبارک لفظ (فِي الْمَسَاجِدِ ) په اړوند دادی: دلته دمساجد په ذکر سره حکم عام دی، نه په قرآن کریم اونه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په مبارکو احادیثو کې دځانګړي مسجد ذکر شته، فلهذا اعتکاف په هر هغه مسجد کې صحي دی،چې لمونځ په جماعت آدا، امام او موذن ولري.

ابن تیمه په په مجموعة الفتاوی۲۷ جلد او ابن حزم په المحلَّی ۸ جلد(رحمهما) لیکي: هرچا چې په درې مسجدونو(مسجد حرام، مسجد نبوي اومسجد اقصی) کې داعتکاف نذر په ځان لازم کړ، اعتکاف به په همدې مسجدونو کې پوره کوي نه په نورو مسجدونو کې.

له صحابه ئې کرامو څخه څوتنه په هغه مساجدو کې چې په دار ابن مسعود او ابو موسی اشعري( رضی الله عنهما) کې موقعیت درلود اعتکاف لپاره په نوموړو مسجدونو کې کیناستل ، دوې حضراتو ورباندې رد ونه کړ.

نتیجه : اعتکاف په درې مسجدونو(مسجد حرام، مسجد نبوي اومسجد اقصی) کې افضل ترینه عمل دی، په جامع مسجدونو کې غوره او په عامو مسجدونو کې جائز دی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.