د روژې فقه (( 20 برخه ))

عبدالغفار جُبیر

۱۴۲: سوال: تراویح ته ولي تراویح وایی، او که یی څوک نه کوي او یایې نه مني د هغه حکم څه دی؟
ځواب: تراویح د ترویحه جمع ده، چی د راحت څخه اخیستل شویده داچی د تراویحو په هرو څلورو رکعتونو کی د استراحت ناسته کیږي نو ځکه تراویح ورته وایی، دوهم په دې ورته تراویح وایی چی دا د تراویحولمونځ واهل ایمان والاوته داستراحت سبب دی،لکه چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وحضرت بلال حبشی رضی الله عنه ته وفرمایل: ارحنا بالصلوة یابلال
ژباړه: ای بلاله موږدلمانځه په ذریعه سره استراحت مندکړه.

دریم په دې ورته تراویح وایی چي هرمسلمان مؤمن چی تراویح کوی هغه به په اخرت کي استراحت مند وي-
تروایح سنت مؤکده دي هر هغه څوک چي یا تراویح نه کوي بې له عذره او یا یی نه مني هغه بدعتي او ګمراه دی.

۱۴۳: سوال: ماښام امام صاحب دوه رکعته تراویح وکړې سلام یی ونه ګرځوی او بیا ولاړ شو پرلپسې یی څلور رکعته تراویح وکړی جنجال داسی پیښ شو چی داڅو تراویح څو رکعته شوې؟
ځواب: تراویح باید دوه رکعته په یوه سلام سره اداء کړل شي داچي څلور رکعته په یوه سلام اداء کړل شوې دادوه ۲ رکعته شوی.

۱۴۴: سوال: دلته په اسټرلیا کی بارانونه کیږي کله داسی وشي چی باران مو و خولې ته داخل شی په روژه کی ددې حکم څه دی؟
ځواب: که باران و خولې ته ولویږي او توک کړل شی هیڅ پروا نلري او که تیر کړل شی نو ددې روژې قضاء او کفاره دواړه شته.

۱۴۵: سوال: که زما دې پوښتنونه ځوابونه راکړی ډیره مهرباني به مو وي:
۱: تراویح چاپیل کړیدی؟
۲: تراویح څو رکعته دی او حکم یی څه دی؟
۳: د تراویحو قضاء شته که یا؟
۴: ایا ښځی به هم تراویح کوی؟
ځوابونه:
۱: تراویح نبی کریم صلی الله علیه وسلم پیل کړیدی.
۲: تراویح ۲۰ رکعته دي او سنت مؤکد دی.
۳: د تراویحو قضاء نشته، که چیری له یوچا څخه په مسجد کی تراویح تیری شوی وی نودی کولای شی تر صبح صادق مخکی تراویح وکړی او که چیری قضاء شی بیایی قضاء نشته.
۴: بلې! لکه څرنګه چي نارینه به تراویح کوي همدارنګه به ښځې هم تراویح کوي.

۱۴۶: سوال: موږ په ایران کی اوسیږو هلته هر ځای د شیعه ګانو مسجدونه دی دوی ناوخته اذان کوی موږ په روژه مات او پیشلمي کی ددوی متابعت وکړو که یا؟
ځواب: نه د اهل سنت او اهل تشیع په وخت کی توپیر شته تاسی کولای شی چی د اهل سنت د وخت مطابق روژه ماته کړی او یا پیشلمی وکړی- پر نیټ باندی اهل سنت مرکزشیخ الاسلام مولاناعبدالحمیدصاحب دامت فیضه د ټول ایران لپاره وختونه نشر کړیدی و اذان ته اعتبار نشته ووخت ته اعتبارشته

۱۴۷: سوال: موږ په داسی ځای کي اوسیږو چي هلته ټول اهل حدیث دی دوی پخپل مسجد کی ۸ رکعته تراویح کوي موږ څه وکړو؟
ځواب: دا چی تراویح سنت مؤکد شل رکعته او حضرت عمرفاروق رضی الله عنه شل رکعته کړې د ټولو صحابه کرامو په شتون کی تر اوسه پوری د ټوله امت ورباندی اجماع ده نو دا اړینه ده چی ۲۰ رکعته وشي او تاسی هلته له دوی سره ۸ رکعته په جماعت سره وکړی او نوری فرداً فرداً وکړی

.۱۴۸: سوال: که لطفا د سر سایې په هکله دغه سوالونه راته ځواب کړي ډیره مهرباني به مو وي:
۱: د صدقة الفطر(سرسایې) حکم څه دی؟
۲: سرسایه په کورنۍ کی و چاته نه ورکول کیږی؟
۳: که د یوه یا دوو کلونو سرسایه پاتی وي څه وکړو؟
۴: سرسایه باید په کوم وخت کي ورکول شي؟
۵: ددوو کلونو سرسایه مخکی ورکول څنګه دی؟
ځوابونه:
۱: سرسایه د حضرت امام ابوحنیفه رضی الله عنه په مذهب واجب ده او ځینی امامان علیهم رضوان الله اجمعین وایی چی فرض ده.
۲: سرسایه و شتمن کس ته نه ورکول کیږي، په کورنۍ کي و خپلی ماینې، مور، پلار، زوی،لور، لمسي، لمسۍ اونیکه اوانا/ نیا ته نه ورکول کیږي—خو و بل لور ته په کورنۍ کي یی و خور، ورور او یابل قریب ته ورکولای شي.
۳: داچي سرسایه واجب ده نو که پخپل وخت باندی اداء نه کړل شي هغه پاتی ده هغه پورده هغه بیا د کال په هروخت کي ورکولای شي.
۴: ثواب چي لري سرسایه باید په روژه او د اختر په ورځ باندی ورکړل شي- ورنه د کال په هروخت کي یی هم ورکولای شي
۵: ددوو کلونو سرسایه ورکول رواده هیڅ پروا نلري- که د کورنۍ د غړو تعداد معین وو او که تغیر پکښې راتلی نو پکار داده چی د هر کال سرسایه په هغه
پای

په اسلامي پاکه مینه ستاسو ددوعاو محتاج
ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.