نادري ناولده

یوې امریکايي انجلۍ ۲۳غولولي ځوانان وژلي

نن ټکی آسیا: یوې امریکايي انجلۍ په خپله خوښه امریکايي رسنیو ته اعتراف کړی چې په خپل لاس یې درویشت ځوانان د انټرنیټي پاڼو له لارې غولولي او وژلي دي.
میرانډا بربور چې ۱۹ کلنه ده او دا مهال په زندان کې اچول شوي،د پنسیلوانیا ایالت یوې محلي رسنۍ (آیټم ورځپاڼې) ته په ټلیفوني اړیکه کې ویلي چې ټول وژل شوي کسان یې د الاسکا، ټکساس،شمالي کرولینا او کلیفورنیا ایالتونو کې وژلي یا زندۍ کړي دي.

سرچېنه زیاتوي، چې نوموړې انجلۍ تر ټولو وروستی کس د تېر کال په ستمبر میاشت کې وواژه او زیاتوي چې دا وژنې یې د خپلو شیطاني عقایدو له مخې ترسره کړې او اوس چې وجدان یې د هوسایۍ احساس کوي، پر خپلو جرمونو اعتراف ته اړه شوې ده.
یادې امریکايۍ ویلې چې په دې قتلونو کې تر ټولو زیاته د هغه ځوان وژنې ځورولې، چې د کار موندنې د یوې ویب پاڼې (ګریک لیسټ) له لارې یې ومونداو بیا یې په خپل موټر کې د خاوند په مرسته وواژه.
روبر اعتراف کړی،چې په دیارلس کلنۍ کې د یوې شیطانپالونکې ټولنې غړیتوب ورکړل شوی او له همدې چینله یې خورا نادودو او وحشي کړنو ته ملا تړلې.
د امریکا د ملي امنیت چارواکو اندېښنه ښودلې، چې د نیول شوې قاتلې له لورې د وژل شويو کسانو شمېر ښایې له دېرشو تنو هم واوړي . دوی ویلي،چې په دې باب په پلټنو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x