سلګۍ (لنډه کيسه)

 زلمی حلیمي
له سترګو یې اوښکي راتلې دبوډۍ سر یې پر زنګانه ایښی و. دمړي سرته ناسته وه سوڼېده. پزه یې دټیکري په پلو پاکه کړه. شېبه وروسته پر ملا کږه سوه داوښکوَ لوی څاڅکی یې په غېږکي دپرتې سپین سرې پر ژړ مخ ور وڅڅېدی. لاس یې ور اوږد کړ دقبرله بېخه یې خاوره په دوو ګوتو کي راواخیسته دمورپه تندي یې وموښله. سلګۍ یې په ستوني کي نه ځایدې بیا یې پزه کش کړه وسوڼيده تور ټیکري یې له سره ولوید اسمان ته یې وکتل په ژړغوني ږغ یې ووېل:

ـ ستا له تلو وروسته یې ښه ورځ نه ده لیدلې.

په عمر پځه ښځه بې سده پرته وه لور یې دمور سر پر زنګانه سیده کړ دمړي سرته ولاړه جکه لکړه یې وښوروله کړنګ سو دشناختي په سرکي په سره رښکۍ تړلې زنګوله وښوریده. پیغلي نجلۍ له اوښکو ډکي سترګي ور پورته کړې، دجګي لکړي په سرکي سپیني اوسرې چیري (ټوټې) باد رپولې لندې سترګي یې وچي ورته نیولې وې. دمازیګر لمر لویدو ته لږ وخت پاته وو په اوښکو لوند ګریوان ته یې وګتل فکر یو وړه دناروغه پلار پر مرګ یې دومره نه و ژړلي لکه نن چي یې دمور بېوزلي او دخپل پیغلتوب بې سرنویشته حالت ته اوښکي تویې کړې.

شېبه وروسته یې یودم پام سو شا وخوا یې وکتل په هدیره کي چوپه چوپتیا وه یوازي یې دخپلي بېوزلې مور په حق کي دپلار دقبر سرته دبېوسۍ ژړا اوریدل کیده.

پای.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.