اختره لاړ شه چېرته بل کلي ته /مسلم يار

مسلم يار

اختره څنګه به دې ولمانځمه،
دلته بې شمېره شهيدان پراته دي
ستا په راتګ باندې خفه يو مونږه ،
دلته د ډېرو کلي وران پراته دي

اختره لاړ شه چېرته بل کلي ته
دلته غمونه او دردونه دي ټول
څوک شهيدان شول څوک زندان وخوړل
ژړا، ژړا ده فريادونه دي ټــول
نه يې څپلۍ نه يې جامې نوې شته
يتيمان ټول څيرې ګريوان پراته دي

منم چې ته له خوشحاليو ډک يې
خو زمونږ زړونه له خفګانه ډک دي
هغه چې تا ته به خوشحال ښکارېده
هغه کورونه له ژړا نه ډک دي
دنګې ځوانۍ لکه چنار اختره
هغه زلمي نن په زندان پراته دي

څوک مو پرېږدي نه په قرار اختره
چا مو ښارونه چا مو کلي وران کړل
راشه زمونږ د وطن حال ووينه
چا مو د خړو خاورو څلي وران کړل
څنګه مونږ تا ته هر کلى ووايو
په مونږ غمونه د جهان پراته دي

ژوندون مو ټول د هجران شپووخوړو
مونږ مسافر د بل وطن يو ګوره
نه مو خوښۍ نه خوشحالۍ پکار دي
مونږه مين په خپل وطن يو ګوره
خداى به دې جوړ کړي راته ګل وطنه
ستا په لمنه کې ګلان پراته دي

آزادۍ راشه زمونږ ګران وطن ته
ډېر دردېدلي کړېدلي يو مونږ
ځان سره راوړه خوشحالي او سوله
جنګ دردولي يو او ستړي يو مونږ
مسلم يار هم درته زاري کومه
ډېر هېوادوال ستا په آرمان پراته دي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.