افغانستان

زابل: دوه لوړپوړي چارواکي پرجنسي اړيکو ککړ دي

د زابل ولايت د مرکز د لومړۍ حوزې امر د سيمې يو تن اوسېدونکى هلک له جنسي تيري وروسته وژلى او دعوه يې کړى، چې نوموړى طالب و او امريکايانو وژلى دى، ياد ځوان وحيدګل چې د خپل ناروغ نيکه د درملنې په پار په ماخستن کې له ښار د دوا راوړلو لپاره روان و، موټر يې چرۍ ته لوېدلې  او له نږدې لومړۍ حوزې ته يې د مرستې په تمه غږ کړى دى، د يادې حوزې امر په موټر کې سپاره درې کسان ټول له ځان سر وړي،دوه نور يې خوشي کړي او يو ښايسته ځوان يې له ځان سره پرې اېښى، کله چې د حوزې امر او نورو مامورينو له تېري وروسته د هلک پرلپسې اخطارونو ويرولى وو، هلک يې وژلى او مرکزي روغتون ته يې لېږلى دى،

د سيمې خلک د دوه راخوشي شويو ځوانانو په مرسته د پېښې حالت معلوموي، ډاکټرانو هم د هلک له معاينې وروسته تاييدوي، چې جنسي تېرى پرې شوى دى، د هلک کورنۍ له دولته د حوزې د امر د محاکمې غوښتنه کوي، ا و په خبره يې که يې غږ وانه ورېدل شي، له طالبانو به مرسته وغواړي.

بل خوا د زابل دشاه جوى ولسوالي ولسوال د زابل د ولايتي مسوولينو له خوا له يوې ښځې سره د ناروا اړيکو په تور زندان شوى دى، له سيمې نه د نن ټکى اسيا همکا روايي، چې  شاه جوى ولسوال ملک علي محمد په سيمه کې له يوې ښځې سره اوږدې ناروا اړيکي لرلې چې تېره ورځ د امنيې قوماندان د پېښې پر مهال ملک علي محمد نيولى او کلات ته يې لاس تړلى لېږلى.

رسنيو پر ياده پېښه خوله پټه کړې خو د شاه جوى عام وګړي د ولسوال د لاس تړلو لېږلو عيني شاهدان دي.

داپه داسې حال کې دى چې په هېواد کې پرلپسې د ښځو له حقوقو د دفاع او په هېواد کې دفساد ورکولو تبليغات په زور کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x