ننګرهار: د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د چرګانو فارم ۵ مزدوران وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې تېره شپه د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۵ ملکیان ووژل شول. او زیاته کړې چې وژل شوي کسان د چرګ د یوه فارم مزدوران وو.

خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي چې د هوايي ډګر ځانګړو ځواکونو تېره شپه پر یوه بجه د غني خیلو ولسوالۍ د سیاه چوب په سیمه کې عملیات وکړه چې له امله یې پنځه شکمن کسان وژل شوي او پنځه نور نیول شوي دي.

نوموړي ویلي چې تر اوسه لا معلومه نه ده چې وژل شوي او نیول شوي کسان رشتیا هم طالبان دي او که ملکیان دي.

د سیمې خلکو ویلي چې تېره شپه ناوخته په سیمه کې د چرګانو پر یوه فارم باندي چاپه واچول شوه، چې پنځه تنه په کښي ووژل شوه.

ددوی په وینا په وژل شویو کسانو کې یو ماشوم دی، دوه وروڼه دي او دوه نور غریب خلک دی چې په فارم کې مزدوران وه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې په دغه پېښه کې ددوی ملګرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، وژل شوي او نیول شوي کسان ټول ملکیان دي.

باید وویل شي چې څو ورځې وړاندي په همدې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان د چاودنې وروسته بهرنیانو ۳ تنه ملکیان وژلي وه چې یو پلار او دوه یې زامن وه.

په دغه پېښه ولسمشر اشرف غنې خواشینې ښودلې وه او د تحقیقاتو وعده یې کړې وه خو تر اوسه یې په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.



یوه تبصره

  1. آیاپه دی پارم چرگانوکشی دی دی زانگریو زواکو نوخو یندی اویای میندی هلته چاوری وی اویا دی دغه خوژیا نی خورامور دلته چاوری وای دروس اوآمریکا بچیانو اودی یهود اونصارا بچیانو اودصلیبی دجال نوکرانو خو کمومونیستا نوهم په اوله مرحله کشی داجنایتونه وه کرل اوتاسی درزیل زامنو دغوکاروته بدی وهلی دی چی په پارم کشی تاته طااب سه کوی چرگا نی درته گوری اودی رزیل زا منو زما په گومان ستاسی دغه دی شپنی عملیاتو ده پار ه دشوکورو خروسترگی لری چی ده شپنی عملیاتو ته پی زی زکه چی په تاسی کشی دی انسان یت سترگی هیس نشته او که وی هم بیا هم ستاسی کارونه دی شوکو رو خروسره فرتله کیژی شوکورخرهم چی پر هره خوا ولار ی پر هغی زی نوتاسی همیشه پر چنایت کشی یی اووی دی دغوصلیبیانوجنایت کارانوله پاره نوکری اوجنایتونه اوقتل عامونه ترسره کوی اودلاسونه مو دی دغومظلوملت په وینورنگ دی یوواری جنایت ترسره کری بیا اشرف‌ تش په نامه غمرازی سرگندوی اودی دغومظلوملت قاتلینو اودی غربی جنایت کارا نونوکرو…..

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.