فاریاب: یوه کس د خپل پولیس ورور غچ د طالب له ورور څخه اخیستی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د فاریاب امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه کس خپل د ورور غچ د طالب له ورور څخه اخیستی.

یادې سرچینې د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د قاتل ورور «دورمحمد» نن سهار د شیرین تګاب ولسوالۍ په فیض اباد سیمه کې د طالبانو په کمین کې ووژل شو.

له دې پيښې سمدستي وروسته د مقتول پولیس ورور «نورمحمد حاجي» د طالبانو د یوه جنګیالي ورور د شیرین تګاب په عام بازار کې په ډزو وواژه.

یادې سرچینې ویلي چې د پيښې په اړه څېړنې روانې دي، تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د قاتل ورور د همدې مقتول کس د ورور له خوا وژل شوی او کنه.

باید وویل شي چې ورته پيښې په ډیرو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او محلي چارواکو له لوري هم ثبت شوي او د طالبانو په نامه یا د هغوی سره د قرابت په تور خلک خپلو سیمو پرېښودلو ته مجبوره شوي او یا هم وهل شوي، ټکول شوي او وژل شوي دي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.