Afghan security forces keep watch in front of a mosque where an explosion happened in Kabul, Afghanistan November 21, 2016. REUTERS/Omar Sobhani

په کابل کې د تښتول شوي بهرني کس پر هویت اختلاف دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): تېره ورځ په پلازمینه کابل کې د کرهني وزارت د باغدارۍ او څارویو په یوه پروژه کې یو تن بهرنی کارکوونکی د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی دی، خو د هویت په اړه یې تر اوسه هم خبرونه ضد او نقیض دي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس ویلي چې د کرهني وزارت ویاند لطف الله راشیدي د یوه بهرني کارکوونکې تښتونه تایید کړې خو د هغه د هویت په اړه یې د معلوماتو ورکولو څخه ډډه کړې ده.

دغه اژانس وايي چې د کرهني وزارت یوه بل چارواکې د نوم نه ښودلو په شرط ورته ویلي چې تښتول شوی کس د افریقايي هیواد «کینیا» تابعیت لري.

بلخوا امریکايي رسنیو د نورو معلوماتو ورکولو څخه په ډډه ویلي چې تښتول شوی کس امریکايي دی او د «نړیوال بانک» د غذا د یوه پروګرام له مخې يې د کرهني وزارت سره په یوه پروژه کې کار کوی.

دغه سرچینو ویلي چې تښتوونکو د افغان امنیتي ځواکونو جامې په تن کړي وی او د بهرني کس موټر یې د سړک پر غاړه درولی او بیا یې هغه تښتولی دی.

ځینو سرچینو ویلي چې داسي ګمان کیږي چې تښتول شوي کس به افریقایی تور پوستی امریکايي وي.

ددغه پيښې مسؤولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، خو تېره میاشت هم په کابل کې د «میرسي» موسسې یوه فنلنډۍ مېرمن وتښتول شوه او یوه جرمنۍ ووژل شوه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.