د قطر بهرنیو چارو وزیر: تر څو چې محاصره پورته شوې نه وي، خبرو ته نو یو اماده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د دوشنبې په ورځ د رسنیو سره په یوه غونډه کې وویل چې تر څو د قطر څخه محاصره نه وي پورته شوې، مونږ د مخالف لوري سره خبرو ته نه یو اماده.

نوموړي ویلي چې د خلیجي هیوادونو د ستونزي د حل په لاره کې لومړی شرط دادی چې محاصره کوونکې به لومړی محاصره پورته کوي او بیا به مونږ خبرو ته اماده کیږو.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې تر اوسه مونږ د محاصره کوونکو هیوادونو له لوري هیڅ غوښتنې نه دي تر لاسه کړي او ټینګار یې کړی چې د قطر د کورنیو چارو اړوند هیڅ غوښتنې نه منو او نه هم د الجزیره تلویزون په اړه د چا خبرو منلو ته اماده یو.

نوموړي ویلي چې د سعودي، امارات او بحرین له لوري د اړیکو پرېکول او ټولې اقتصادي لارې تړل «دښمنانه چلند» دی. او زیاته کړې د حل په موخه که هر څه کیږي، نه باید تر محاصرې لاندي وي او نه هم تر فشار لاندي، بلکې باید په ازاده او متمدنه توګه تر سره شي.

باید وویل شي تر دوه اونیو زیاته موده کیږي چې سعودي، امارات، بحرین او مصر پر قطر باندي بندیزونه لګولي او هر راز سفارتي، تجارتي او اقتصادي اړیکې يې ورسره پرې کړي دي. دغه هیوادونو پر قطر تور پوري کړی چې د ایران سره اړیکې پالي، د اخوان المسلمین او حماس ډلې سره اړیکې پالي او همداراز ددغه هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي. خو قطر د تروریزم د ملاتړ اړوند ادعاوي رد کړي دي.



یوه تبصره

  1. د قطر د اسلامی او غیرتی دریز لمانځنه او ستاینه کوم ، او د اردګان او ایران له دریزه هم ملاتړ کوم ، د سعودی شرمیدلی کړنی چه کله ټرمپ ورغلو څه مادی او معنیوی شرمونی نه وی چه د سعودی عیاش، غلام او اخری پاچا ونه کړی څو میلونه دالر یی ترمپ او د هغه میرمنی ته ( ټول یی پیژنی چه هغه او تر مپ څوک دی او څوک وو ) د طلاوو قیمتی تحفی ورکړی د همدی امله چه بادار ته دایران د یرغل له ویری ننواتی وکړی او په هره بیه چه وی وسلی پری وپلوری او د وسلو په سود کی تری تیل لوټ کړی.
    کله چه د اسلامی نړی بایتخت ( سعودی ) اشغال او غلام شوی نو نور ورته اسلامی نړی نه شو ویلای ، د عربو بیغرته پاچاهان چه د اسراییلو مخه ونیسی د مجاهدینو مخه نیسی د السیسی په شان یهودان ورباندی چارواکی کوی ، خپله خو څه په نورو هم د بادارانو په قومانده فشار راولی چه تاسی هم د مصر د اخوان المسلمین او د حماس غړو ته حتی پناه هم مه ورکوی ، که دا د جال ظهور نه وی نور څه دی ؟

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.