د طالبانو مشر خپلو پلویانو ته د لارښوونو کتاب چاپ کړی / د کتاب لړلیک او پي ډي ایف بڼه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو مشر شیخ مولوي هبة الله اخوندزاده خپلو پلویانو ته د لارښوونو په نامه یو کتاب چاپ کړی.

نن ټکی اسیا ته د طالبانو له لوري په را لیږل شوي پيغام کې ویل شوي چې دغه کتاب ټول ۱۱۴ مخونه لري چې د «جهاد او مجاهدینو اړوند مسائلو په باره کې نایاب، تحقیقي، او د قران او حدیثو په رڼا کې» موضوعات په کښي را نغښتل شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې سره سم جهاد یو عبادت دی، چې تر پیل مخکې یې په شرعي احکامو او ادابو ځان پوهه کول اړین دی.

نن ټکی اسیا ته دغه کتاب په «پي ډي ایف» شکل رسیدلی، نن ټکی اسیا بشپړ نه دی کتلی، خو د لړلیک څخه یې ښکاري چې د کتاب موضوع د بهرنیانو سره د جګړې یا «جهاد» لپاره د شریعت په رڼا کې ځیني لارښووني دې چې تر ټولو مخکې په کښي د نیت پر سمولو ټینګار شوی، د تقوا او اخلاقو بیان په کښي شوی، د جهاد اهداف ، د امیر اطاعت، تواضع، خپل منځي اړیکې، د قوم پالنې څخه کرکه، د ملکي تلفاتو مخنیوی، د بندیانو سره ښه چلند، اخلاق، اداب او مسنونه دعاوي یې نوري مهمې برخي دي، چې د طالبانو په وینا دغه ټولو موضوعاتو ته د قرآن کریم او حدیثو په رڼا کې اشاره شوې ده.

باید وویل شي چې د طالبانو اوسنی مشر ته ځکه «شیخ مولوي» ویل کیږي چې نوموړی د احادیثو د معتمدو کتابونو «بخاري او مسلم شریف» مدرس پاته شوی او په ورته وخت کې يې د طالبانو د حکومت پر مهال او وروسته د قضا او محکمې چارې پر مخ وړي دي.

د نوموړي د ټاکل کېدو وروسته طالبانو او خپله نوموړي ډېر داسي بیانونه نشر کړي چې په هغو کې د ولس سره پر ښه چلند او د ملکي تلفاتو څخه د مخنیوي لپاره پر طالبانو ټینګار شوی.

لړ لیک:

نن ټکی اسیا دغه کتاب د خپلو لوستونکو لپاره پر امریکایې ویب پاڼي ارشیف پورته کړی تر څو یې لوستونکو ته کښته کول اسانه شي ( حجم: ۱۰ایم بي) :

https://archive.org/download/TalibanLeaderBook1/taliban%20leader%20book%201.pdf



یوه تبصره

  1. عبدالواحد اڅګزۍ

    أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَ لَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذينَ جاهَدُوا مِنْکُمْ وَ يَعْلَمَ الصَّابِرينَ.آل عمران ۱۴۲معنی:آیاګمان کوۍ تاسوچه داخل به سۍ تاسی جنت ته حال دادۍ چه ندی معلوم کړی الله هغه خلک کوموچه جهاد وکۍ په تاسوکی،اونه یی دی معلوم کړی په تاسوکی صبرکوونکی.نودالله دفرمانه معلومه سوه چه جنت دمجاهد ینواوپه سختۍ کښی دصبرکوونکو کوردۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.