نړۍ

واشنګټن پوسټ: امريکا غواړي ، د خپل عسکر په بدل کې پنځه طالب بنديان پريږدي

امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ ليکلي چې د اوباما اداره غواړي، له افغانستانه د وتلو مخکې د طالبانو په بند کې خپل بندي پوځي راخلاصولو په مقابل کې پنځه لوړ پوړي طالب بنديان خوشې کړي.
په راپور راغلي چې، ۲۰۰۹ راهيسې يو امريکايي عسکر “بوبريګدال” له طالبانو سره بندي دی او امريکايي چارواکي غواړي چې د روان ۲۰۱۴ کال تر اخره له افغانستان څخه له وتلو مخکې خپل دغه عسکر د طالبانو له منګولو راخلاص کړي او د دې لپاره په ګوانتانامو کې د طالبانو پنځو لوپوړو بنديانو د خلاصولو لپاره تيار ښوولی دی.

راپور کې ويل شوي چې امريکا غواړي په دې اړه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

واشنګټن پوسټ زياتوي په سپينه ماڼۍ کې د بهرنيو چارو وزارت او پنټاګان چارواکو په دې اړه سره خبرې اترې هم کړي دي. راپور کې د پنټاګان د وياند رير ايډمرل جان کربې له قوله ليکل شوي چې، د هر شرط په بدل کې غواړي خپل دغه عسکر د طالبانو له منګولو راخلاص کړي.
د يادونې وړ ده چې دغه امريکايي عسکر په ۲۰۰۹ ميلادي کال کې طالبانو د پکتيکا ولايت ،يوسف خيلو ولسوالۍ څخه تښتولی وه.

د واشنګټن پوسټ په استناد د دغه بندي په اړوند څو څو ځل د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ مذاکرات شوي خو، تر اوسه يې کومه ځانګړې نتيجه نه ده ورکړې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x