په مراکش کې پر «اعتکاف» بندیز / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۹ غبرګولی، ۱۳۹۶): په عربي او اسلامي نړۍ کې داسي هیوادونه هم موندل کیږي چې هلته اکثریت مسلمانان د واکمنو له لوري اعتکاف ته نه پرېښودل کیږي.

مراکش هیواد چې د افریقا په شمال کې د الجزایر او موريتانيا سره سرحد لري، په عربي کې ورته « المغرب» ویل کیږي، مسلمان او عرب میشتی هیواد بلل کیږي.

د روژې مبارکې میاشتې وروستۍ لسیزه ده او په ټوله نړۍ کې یو شمېر مسلمانان ددې میاشتي د قدر شپو د تبرک لپاره اعتکافونو ته لوېدلي.

اعتکاف سنت دی، څوک چې اعتکاف کوي هغوی د روژې وروستۍ لسیزه په مسجد کې په عباداتو او قرآن کریم په تلاوت تېره وي او د بهر نړۍ سره خپلې اړیکې پرې کوي.

باید وویل شي چې په دغه دولتونو کې داسي وختونه هم راغلي چې د هر مسجد لپاره د لمونځ کوونکو ځانګړي کارټونه د واکمنو له لوري توزیع شوي، چې بیا لمونځ کوونکی نشي کولای چې بل مسجد ته د عبادت لپاره ولاړ شي. او داسي هم ویل کیږي چې دغه کارټونه د خاص عمر کسانو ته ورکول کېدل او هغوی به بیا د امنیت له لوري تر څارنې لاندي وه.

ویل کیږي چې په مصر کې اوس مهال هر ږیرور او لمونځ ګزاره خلک تر څارنې لاندي دی او داسي کسان چې ږیره پرېږدي، په باقاعده توګه هره میاشت یو ځل د پولیسو قومندانۍ ته حاضري ورکوي.

په ټولنیزو پاڼو کې ددغه هیواد له لوري د امنیت په بهانه د روژې میاشتې د یوه مهم عبادت څخه د مسلمانانو را ګرځول تر سختو نیوکو لاندي دی.

د مسجد څخه د معتکفینو د شړلو ویډیو او انځورونه:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.