د کندهار په میوند دښته کې د یوه ځوان مړی موندل شوی / انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د کندهار په میوند دښته کې د یوه ځوان جسد د ټپونو له امله په ډېر بد حالت کې موندل شوی او د بند تېمور کلینک ته انتقال شوی دی.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې وویل چې ددغه ځوان پوره هویت نه دی مالوم چې څوک دی، خو د وژل کېدو څخه یې داسي ښکاري لکه د کندهار د امنیه قومندان جنرال رازق د ځانګړو وسلوالو له لوري چې وژل شوی وي.
دغه سرچینې نن ټکی اسیا ته وویل چې وژل شوی کس ځوان هلک دی، بدن یې د زخمونو ډک دی، داسي ښکاري چې په وهلو او ټکولو وژل شوی دی.

باید وویل شي چې د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې د حقوق بشر څانګې د کندهار د وضعیت په اړه په خپلو وروستیو راپورونو کې پر جنرال رازق او د هغه پر کسانو تور پوري کړی چې پټ زندانونه لري او د کندهار اوسیدونکي بېله محکمې تر وژلو وروسته په صحرا کې غورځوي.

د کندهار اوسیدونکو نن ټکی اسیا ته وویل چې د امنیه قومندان جنرال رازق د وسلوالو او امنیتي ځواکونو له لوري له کوره ایستل شوي ځوانان اکثره تر وژل کېدو وروسته په «میوند، ژړۍ او د دامان» ولسوالۍ په ریګونو کې غورځول کیږي.

ددوی په وینا کله چې امنیتي ځواکونه د یوه کور او یا دوکان څخه کوم ځوان پورته کړي، کورنۍ يې پر امنیتي ادارو ګرځي او هڅه کوي چې خپل سړی پیدا کړي، که یې هلته پیدا نه کړی، بیا په ریګونو کې پسي ګرځي.

دغه سرچینې ویلي چې د کندهار له ښار څخه د ځوانانو پورته کول د ډېرو وجوهاتو پر بنا باندي کیږي، چې پر هغو کې پر یوه کس باندي د مخالفت «شک»، شخصي اختلاف، تجارتي اختلاف، د پیسو لپاره، او یا هم فقط د جنرال رازق او د یوه خاص قوم او ټبر د رعب خپرولو لپاره دا کارونه تر سره کیږي.

باید وویل شي چې د کندهار د دوهمې ناحیې اوسیدونکی «سید علي ولد شېر علي» تېره اونۍ د سې شنبې په ورځ د رفیقي صحت مارکیټ څخه پورته شوی، چې تر اوسه یې درک نه دی مالوم شوی.

دوه ورځې وړاندي هم نن ټکی اسیا ته د کندهار یوه اوسیدونکي د خپل ورور د ترې تم کېدو معلومات ورکړه خو د خپل ورور د امنیت په خاطر یې ټینګار وکړ چې په دغه اړه دي خبر نه نشریږي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.